1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه څه چي سړی د کرونا څخه ساتي، اقلیم ته تاوان رسوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبه

یو واري استعمالیدونکي ماسکونه، دستکشي او یا ضد عفوني مواد، چي موږ د کرونا ویروس د شیوع څخه ساتي، اکثره يې هر ځای په سړکونو، لارو، پارکونو، ویالو او یا هم دریابونو کي لویږي.

https://p.dw.com/p/3bRCD
Deutschland Corona-Pandemie | Mundschutz auf der Straße
انځور: picture-alliance/dpa/W. Steinberg

د آتن په جنوب غرب کي د کالاماتا سړکونه، چي د کرونا پخاطر وضع سوو قیوداتو څخه یوه میاشت دمخه ډیر ژوندي او د ګڼه کوڼي ډک سړکونه وه، اوس تر ډیره حده پوري خالي دي. د دغه ښار زیتون ډیر شهرت لري. خو لکه د یونان په نورو ځایونو کي د دغه ښار خلک هم یوازي په هغه صورت کي د راوتو اجازه لري، چي لنډ سپورټ کوي او یا سودا اخلي.

دلته هم خلک کوښښ کوي، چي ځانونه د کرونا څخه وساتي. پلاسټیکي دستکشي، صافې، بوتلان او د ضد عفوني موادوو وسایل په پارکونو، پیاده رونو او سړکونو کي اچوي.

دغه مشکل نه یوازي په کالاماتا کي موجود دی، بلکي د نړۍ په نورو ميلیوني ښارونو لکه نیویارک او لندن کي هم موجود دی او هلته هم د کرونا د قیوداتو په سبب ډیر کثافات جمع سوي دي. دغه مشکل حتی غیر مسکوني جزیرې سوکو ته هم رسیدلی دی. د هانګ څخه څو کیلومتره لیري دغه جزیره کي اقلیمي فعالینو تقریبأ ۱۰۰ ماسکونه پیدا کړي، چي اوبو وروړي وه.

پر حیوناتو باندي یې تاثیرات

د کرونا سره په مبارزه کي د دستکشو، ماسکونو او نورو حفاظتي وسایلو استعمال نه یوازي د طبي پرسونل، بلکي عامو خلکو دپاره هم ضروري دی. خو د هغوی په سمه وجهه نه د منځه وړل اقلیمي فعالین د طبیعت او حیواناتو دپاره خطر بولي.

Global Ideas | Oceans Asia | Soko Islands

په ساحل کې موندل شوي مستعمل ماسکونهانځور: OceansAsia/Naomi Brennan

د یونان بحري بیالوژي پوهې، اناستازیا میلوی په نظر،«که دغه حفاظتي وسایل پر سړکونو باندي وغورځول سي او بیا وروسته باران ورباندي وسي، په سلهاوو دستکشي او ماسکونه به دریابو او بحرو ته وروبهیږي.» دا هم پداسي حال کي ده، چي په یونان کي د کرونا ترمخه هم کثافات یو لوی مشکل ؤ.

حتی په هانکانګ کي هم چي کثافات ډیر لږ وخت پر سړکانو باندي وي، کیدلای سي، ماسکونه د مختلفو لارو څخه دریابو ته لار پیدا کړي. هغه خلک چي هري خواته ګرزي راګرزي او کوم وخت چي د خپلو جیبونو څخه کاغذي دسمالان راباسي، کیدلای سي ورسره ناپامه ماسکونه ولویږي. حتی که ماسکونه په کثافت دانیو کي هم ولویږي، څنګه چي سپک دي، نو کیدلای سي بادونه یې په هوا کړي او بیا دریابو او بحرو ته ورسیږي.

کله چي ماسکونه اوبو ته ولویږي، بیا نو هغوی بحري ژویو ته خطر جوړوي. د یوې تازه څیړني پراساس، کله چي پلاسټیکي مواد د ډیر وخت دپاره به اوبو کي پاته سي، کشپانو ته د غذأ بوی ورکوي او خوري یې.

څنګه ماسکونه په منظم ډول بيا کارول کیدلای سي؟

Global Ideas | Oceans Asia | Soko Islands

د مستعملو دستکشو او ماسکونو په سمه وجهه نه د منځه وړل، اقلیمي فعالین د طبیعت او حیواناتو دپاره خطر بوليانځور: OceansAsia

په بروکسل کي د زیرو واستا اروپا د خیریه سازمان اداري رییس مارس زمون وايي، چي دغه حفاظتي وسایل سره په اسانه رفتار نه سي کیدلای. دا ځکه چي د اروپا د ریسايکلینګ يا د موادو د بيا کارولو د سیسټم پراساس دستکشي په کارتنونو او قوطیو کي نه شاملیږي، نو سړی نه سي کولای، هغوی د کورونو مخته ریسايکلینګ کثافت دانیو کي هم وغورځوي. ځکه نو باید دغه محصولات د هغه د تولید څخه تر استعمال پوري ترنظرلاندي ونیول او تعقیب سي. که هغه د جوسو یو بوتل وي او یا هم ماسکونه او دستکشي.

د کرونا ویروس پر ضد کوم مؤثر تدابیر موجود دي؟

جهاني صحي سازمان دویچه ویلي ته ویلي دي، چي د لاسو منظم پریولل د پلاسټیکي دستکشو په نسبت ډیر حفاظت رامنځته کوي. بیا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي امریکايي مرکز په خبره هغه ماسکونه چي پریولل کیږي، ډیر حفاظت رامنځته کوي.

د زیمون په عقیده، دا چي دولتونه نه سي کولای د اقلیم او انسانانو د حفاظت تر منځ سم تصمیم ونیسي. دا هغه مشکل دی چي په آینده کي ورته باید پام ونیول سي او دغه ډول آفتونو او وباوو ته اماده واوسو. د انسانانو حفاظتي وسایل باید په ایکالوژیکي يعنې له چاپېريال سره په عيار ډول سره تصفیه او یو د بل په ضرر تمام نه سي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: