1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه جاسوس ومړ چې هم يې غرب هم يې شوروي ته جاسوسي کوله

۱۳۹۹ دی ۶, شنبه

جورج بليک نن په ۹۸ کلنۍ کې په مسکو کې مړ شو. هغه د ساړه جنګ د دورې يو بريتانوی او شوروي ډبل جاسوس وو چې نيمه برخه ژوند يې د لندن زندان څخه تر تېښتې وروسته په روسيه کې تېر کړ.

https://p.dw.com/p/3nEaA
George Blake Diplomat Doppelagent 1992
انځور: Boris Yurchenko/AP Photo/picture alliance

جورج بليک د بريتانيې د جاسوسانو له هغې ډلې څخه وروستی ژوندی کس وو چې د شورويانو طرف ته وراوښتی وو. هغه د رپوټونو په حواله د ځينو نورو کسانو تر څنګ لويديځ ته په خيانت کې تر ټولو زيات ضرر رسولی دی ځکه چې په سوونو نور اجنټان يې د شوروي استخبارتي ادارې کی جي بي ته افشا کړي دي.

ليک د جورج بېهار په نوم په ۱۹۲۲ کال کې په هالنډ کې زېږېدلی وو چې مور يې هالنډۍ او پلار يې مصري يهودی وو. خو نوموړي د بريتانيې تابعيت لاره چې د دويم نړيوال جنګ پر مهال د بريتانيې د ام آي شپږ جاسوسي سازمان غړی وګرځېد.

بليک ويلي چې د کوريا په جګړه کې د متحده آيالاتو د ځواکونو له خوا تر ړانده بمبارد وروسته چې ملکي خلکو ته يې هم زيان پکې رسېدلی وو، نوموړي له شورويانو سره د همکارۍ د شروع کولو تصميم ونيو.

 هغه په خبره «زه دې نتيجې ته ورسېدم چې په جګړه کې مې صحيح اړخ نه وو نيولی.» بليک د کوريا په جګړه کې زندان هم تېر کړی دی.

د بليک ښځه د هغه له فعاليتونو څخه ناخبره وه

کله چې هغه له بنده آزاد او لندن ته بېرته ستون شو، نو د آلمان د برلين ښار په ختيځ کې يې د شورويانو د ارتباطاتو د څارلو يو بټ تونل شوريانو ته ورافشا کړ. بليک د ګيليان په نوم له يوې ښځې سره واده وکړ چې هيڅ د هغه د فعاليتونو څخه خبره نه وه.

نوموړی له هغې سره درې زامن هم لري. وروسته يې برلين ته کډه وکړه چېرته چې يې په خپله خبره «شايد ۵۰۰ يا ۶۰۰» هغه اجنټان افشا کړي وي چې د بريتانويانو له پاره يې په آلمان کې کار کاوه. وروسته بيا بليک هغسې تورونه ردول چې هغسې کسان چې ده به افشا کول د شورويانو د استخباراتو له خوا په قتل رسېدل.

په ۱۹۹۰ کال بليک خپله بيوګرافي خپره کړه چې د «هيڅ بل انتخاب نه وو» عنوان لري. بليک د خپل ژوند وروستي کلونه د مسکو په يوه څنډه کې په يوه لرګينه ګوډله کې تېر کړل.‌

AFP/ن ص/ا ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (21.04.2015):