هسپانيې د کتالونيا د بېلتون پالو بې واکۍ ته لاره هواره کړې
۱۳۹۶ مهر ۲۹, شنبهپه يوه ځانګړې ناسته کې د هسپانيې کابينې د شنبې په ورځ پرېکړه کې ده چې د اساسي قانون ۱۵۵مه ماده بايد پلې شي. دغه خبره صدراعظم، ماريانو راخوی، په پلازمېنه مادريد کې کړې ده. هغه دا هم وويل چې په کتالونيا آيالت کې به بيا ځلي انتخابات هم تر سره شي.
دغو تدابيرو ته بايد البته لومړی سنا، يعنې د هسپانيې د پارلمان د مشرانو جرګه هم مثبته رايه ورکړي. د دغې لړۍ په پای کې ښايي د کتالونيا له بېلتون غوښتونکو څخه د سيمه يز حکومت واک په بشپړه توګه واخيستل شي.
بارسلونا دويم ضرب الاجل ته هم غبرګون نه و ښودلی
د کتالونيا بېلتون پالو له دې مخکې د مرکزي حکومت له خوا دويم ضرب الاجل ته هم جواب نه وو ويلی. مرکزي حکومت دا پوښتنه کړې وه چې آيا کتالونيا خپلواکي اعلان کړې ده، که نه. دا به ښايي د هسپانيې د دموکراسۍ په څلويښت کلن تاريخ کې لومړی ځل وي چې حکومت يوه سيمه يزه اداره بې واکه کوي او هلته بيا ځلي انتخابات راغواړي.