هر څه په خیر تیر شول
۱۳۹۱ بهمن ۲۸, شنبه
د امریکا متحده ايالاتو د فضايي ادارې (ناسا) د معلوماتو له مخې د «DA14» په نوم آسماني ډبره يا شهاب ځمکې ته د منځنۍ اروپا په وخت د ماښام په ۸ بجو او ۲۵ دقيقو تر بل هر وخت ډیره نزدې شوه.
په دې ترتيب سره دغه ډبره هغو سپوږمکيو یا ستلایتونو د مدار په پرتله په کمې ارتفاع د ځمکې له خو تېره شوه چې تليفوني اړيکې يا د تلويزيون څپې لېږدوي.
د «DA14» آسماني ډبره د سپوږمۍ په پرتله ۱۵ وارې نزدې د ځمکې له خوا تیره شوه. که څه هم دغه واټن ځمکې ته ډیر نزدې وو خو بیا هم کارپوهانو ډاډ ورکړی وو چې «DA14» له کبله به ځمکې ته کوم ګواښ رامنځ ته نه شي. کارپوهانو خو وختي ویلي وو چې دغه اسماني ډبره به پر ځمکې باندې را و نه لویږي.
«DA14» په یوه ساعت کې د ۲۸۶۰۰ کيلومترو سرعت لاره چې د ټانک د ګولۍ په پرتله کابو پنځه ځله ګړندۍ وه. که دغه ۴۵ متره پلنه او ۱۳۰۰۰۰ ټنه درنه ډبره له ځمکې سره جنګېدلې وای، نو يو لوی ناورين به یې رامنځته کړی وای.
د اروپا د فضايي ادارې (ايسا) کارکوونکی دېتلف کوشني، په دې اړه ویلي دي: «که دغه شی مثلا له اوسپنې جوړ وای او له ځمکې سره جنګیدلی وای، نو د اريزونا په فلګستاف کې يوه ۱.۵ کيلومتري کندې ته ورته ګنده به یې رامنځ ته کړې وای.»
ناسا څرګنده کړې ده چې د منجمانو له پاره د ځمکې له خوا د دغې ډبرې تېرېدل «يو بې ساری فرصت» وو، چې هغه وڅېړي. د هغوی په خبره هرو څلویښتو کلونو کې یو وار «DA14» ته ورته آسماني تیږې ځمکې ته رانزدې کيږي. آسماني ډبرې ۴.۶ میليارده کاله پخوا زموږ د شمسي نظام د رامنځته کېدو پاتې شونې بلل کيږي.
د اورال په غرونو کې د آسماني ډبرو باران
د دغې ډبرې تر تېرېدو څو ساعته مخکې يوه بله ډبره د چليبينسک په ګوښه سيمه کې رالوېدلې وه. په دغه پېښه کې څه نا څه ۱۲۰۰ انسانان د ۲۰۰ ماشومانو په شمول ټپيان شول. ډیر کسان د هغو ښیښو په واسطه ټپیان شوي چې د ډبرې د رالویدو له کبله ماتې شوې دي.
د روسيې د علومو اکاډمي څرګنده کړې ده چې په دې هیواد کې رالویدلې آسماني ډبرې په ساعت کې ۵۴۰۰۰ کيلومتر سرعت لاره. هغوی زیاته کړې ده چې دغه ډبره د ځمکې اتموسفېر ته تر راننوتلو وروسته له ۳۰ څخه تر ۵۰ کيلومترو پورې په ارتفاع کې وچاودېده. د متحده آيالاتو د فضايي ادارې ناسا د اټکل له مخې دغې آسماني ډبرې د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ کيلو ټنو انرژي خوشې کړې ده.
د آسماني ډبرې تر چاودنې وروسته د فشار داسې يوه څپه رامنځ ته شوه چې د اورال غرونو په سيمه کې يې ډېره تباهي رامنځ ته کړه.