هرات کي د مرمرو د پروسس بله فابريکه جوړه شوه
۱۳۹۰ خرداد ۱۹, پنجشنبهپه دې فابريکه کي به 600 کسانو ته د کار زمينه برابره سي. د چارواکو په خبره افغانستان به د کال 15 ميليونه امريکايي ډالره د مرمرو له درکه عوايد ترلاسه کړي، او هر کال به د ۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د مرمرو ډبري په غوره کيفيت د نړۍ معتبرو مارکيټونو ته واستوي.
د هرات په چشت شريف ولسوالۍ کي د مرمرو ډبري شتمن کان موجود دی. د دوستۍ فابريکي د پرانستي په مناسبتي غونډه کي د سل رنګه قيمتي ډبرو د پيژندګلوي په اړه هم خبري سوي.
په هرات کي د صنعتکارانو د ټولني ريس توريالي غوثي دويچه ويله ته وويل:« د هيواد ټول صنايع په ځانګړي ډول د مرمرو ډبري ښه کيفيت لري او د نړيوالي ټولني ملاتړ به يي نور هم پرمختګ ته لاره هواره کړې.»
د افغانستان د معدن اوصنايعو وزير وحيد الله شهراني په وينا د هيواد په کچه يې د کانونو د مسلکي سپړنو له پاره پلانونه ترلاس لاندي نيولي، چي د هرات د مرمرو په کان کي پر کيندني سربيره په نږدې راتلونکي کي د دغه ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کي هم د ميسو د کان د سپړني په نيت به پانګه وال سيالي ته را وبولي.
د اړونده چارو کارپوهان وايي چي په هرات کي د سروزرو، ميسو، مرمرو او په تيلو سربيره د يو شمير نورو کانونو پيژندنه هم سوې ده. چي په استخراج سره به يې نه يوازي د دغه هيواد اقتصاد بډايه سي، بلکي ډيرو خلکو ته به د کار زمينه برابره سي.
ويل کيږي چي د هرات د مرمرو کان د 140 ميلياردو ډالرو په ارزښت مرمر لري، چي د کال 15 ميلونه ډالره عوايد يي د دولت خزادنې ته سپارل کيږي.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل