هرات: ښځینه ډاکټرانو د اعصابو پيچلی جراحي عملیات ترسره کړ
۱۳۹۹ شهریور ۱۱, سهشنبهد هرات ولایت د حوزوي روغتون رئيس، داکتر محمد ناصر حبيب، دویچه وله ته وويل چې دغه عملیات د پنځو ښځينه داکټرانو له خوا د شاوخوا درې ساعتونو کې ترسره شو. هغه وويل، دا د اعصابو د جراحۍ لومړنی سخت او پيچلی عملیات وو چې يوازې د هرات د ښځينه ډاکټرانو له خو تر سره شو.
فرشته حبيب، د دغو پنځو ښځینه ډاکټرانو څخه يوه ده. هغې دويچه وله ته وويل: «موږ تر دې مخکې هم د اعصابو دا ډول پيچلي عملیاتونه ډير کړي وو، خو هغه مو د خپلو نارينه همکارانو په مرسته ترسره کړي ول.» هغه زياتوي: «ښه خبره دا ده چې دغه عملیات يوازې زموږ د ښځينه داکټرانو د ټيم له خوا تر سره شو، چې د خلکو له خوا هم ډير د تشویق سبب واقع شو.»
د هرات د عامې روغتيا رياست ډاکټران وايي، چې د جراحۍ دغه عملیات د يو ۶۵ کلن سړي په مغزو کې وشو. دوی وايي ناروغ مغزې سکته کړې وه چې له کبله يې د بدن يوه خوا (ښۍ لاس او ښۍ پښه) فلج شوې وه.
د هرات د حوزوي روغتون رئيس چې په خپله هم عصبي جراح دی وويل: « د ناروغ شعور هم له مغزي سکتې سره خراب شوی وو، چې تر عملیات وروسته ورو ورو بيرته ښه شو او د بدن فلج شوې خوا يې هم پنځوس سلنه بيرته فعاله شوه.»
د ډاکټر ناصر حبيب په خبره، د اعصابو د جراحي عمليات، په طبابت کې تر ټولو پيچلی او سخت عمليات وي، له همدې کبله دغه څانګه لږ علاقمندان لري. هغه زياته کړه: «له دغه عمليات څخه يو هدف دا وو چې موږ د خپلو ښځينه ډاکټرانو مسلکي وړتياوې ښکاره کړو.»
هغه زياتوي چې اوس مهال د هرات ولایت په دوو روغتونو کې د عصبي ناروغانو درملنې او جراحي عملیاتونه ترسره کیږي خو لازم امکانات، په ځانګړې توګه د اعصابو د جراحۍ په برخه کې نه لري. هغه په دې اړه وايي: «زموږ امکانات ډير ابتدايي دي، خو بيا هم موږ په دغو کمو امکاناتو د اعصابو مختلف لوی لوی عملیاتونه ترسره کړي دي.»
د هرات د حوزوي روغتون رئيس وايي چې دغه ښځینه ډاکټرانې چې ياد عصبي عملیات يې ترسره کړی، د هرات د طب پوهنځي څخه فارغې شوي، چې تر فراغت وروسته د عصب د جراحۍ په برخه کې خصوصي زدکړې هم په هرات کې کړي دي. په وينا يې له دغو پنځو داکټرانو څخه دوې يې له دغې تخصصي دورې څخه فارغې شوي دي.
محمد کريم صالح
دلته له هرات څخه د روغتيا پر موضوع يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!