هرات: چاودنې څلور کسان ووژل
۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبهد شنډنډ ولسوالۍ له ایران سره په پوله پرته ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو ورځې مخکي هم د نیمروز په ولایت کې په دریو ځانمرگو بریدونو کې څلویښت کسان ووژل شول. دغه ولایت هم له ایران سره په گاونډیتوب کې پروت دئ.
د نیمروز تر بریدونو وروسته د افغانستان د ولسي جرگي یو شمیر غړو د دغه بریدونو پړه پر ایران باندې واچوله. دا بریدونه په داسې حال کې تر سره کیږي چې افغانان د اختر لمانځلو ته تیاری نیسي.
افغان امنیتي چارواکي وایي چې د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د شنډنډ ولسوالی د میوو په یوه مارکیټ کې چاودنه وشوه چې له کبله ئې ۱۶ کسانو ته مرگ ژوبله وواښته.
د هرات د والي ویاند محي الدین نوري، د دغې چاودنې پړه د وطن پر دښمنانو واچوله او ویویل چې د برید هدف ملکي افغانان ول. په هرات ولایت کې تر دې مخکې هم د لیلامي په جادې کې یوه چاودنه شوې وه چې له کبله ئې ۱۹ کسان ټپیان شول. د اختر په درشل کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې ځانمرگو بریدونو عام افغانان اندنښمن کړي دي.
«د نیمروز برید کوونکي له ایران څخه راغلي ول»
د جمعې په ورځ په کابل کې د ملي امنیت د مطبوعاتي دفتر یوه چارواکي محمد شفیق طاهري، په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په نیمروز کې درې کسان تر ځانمرگو بریدونو مخکې نیولي دي.
طاهري زیاته کړه چې نیول شویو کسانو اعتراف کړي دئ چې دوی د ایران د سیستان او بلوچستان استوګن دي او له ایران څخه په افغانستان کې د دغه هیواد د خپلواکۍ په ورځې د بریدونو تر سره کولو ته راغلي ول.
شریف شرفیار/ هرات
کونکی: مسعود جهش