1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هرات: د کرونا ناروغۍ د درملنې ۳۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

په هرات ولایت کې د کرونا ناروغانو د درملنې له پاره یو ۳۰۰ بستريز روغتیایي مرکز پرانیستل شو. له ایران څخه د افغان مهاجرو د بیرته ستنېدنې په نتیجه کې په ځانګړي توګه هرات کې د کرونا نوي ویروس د خپریدو احتمال زیات دی.

https://p.dw.com/p/3aSTO
Afghanistan Eröffnung Corona-Krankenhaus in Herat
انځور: DW/S. Tanha

د هرات ولایت د صحت عامې ریاست مسئولین وایي چې د دغه مرکز د جوړیدو لګښت او ځمکه یې د یوه ملي سوداګر له خوا ورکړل شوې ده.

د هرات ولایت د صحت عامې رئیس داکتر عبدالحکیم تمنا وایي:
»د کوید-۱۹ د ناروغانو له پاره د دې روغتون له پرانیستنې سره به، پر دې ناورغۍ د اخته کسانو د درملنې په برخه کې د ځای د کمښت ستونزه تر ډیرې اندازې پوري حل شي.«

نوموړي زیاته کړه چې دغه روغتون له خپلو ټولو تجهیزاتو سره د هرات ولایت د صحت عامې ریاست په اختیار کې ورکړل شوی دی.

د نوموړي په وینا د دې روغتون ټول پرسونل د صحت عامې د ادارې له خوا استخدام شوی دی، تر څو د کرونا پر نوي ویروس د اخته کسانو د درملنې په برخه کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې له پاره په هرات کې د روغتیایي پرسونل کمښت یوه لویه ننګونه ګڼل کیدله. په همدې حال کې د هرات ولایتي چارواکي وایي چې د کوید-۱۹ د ناروغانو د درملنې له پاره د یوه سل بستریز روغتون د جوړیدو چارې هم د بشپړیدو په حال کې دي. د دې روغتون د جوړیدو چارې هم ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي.
د هرات د والي مرستیال داکتر محمد داود هاشمي وایي:
»د هرات صحت عامې ریاست د ۱۰۰۰ بسترونو امادګي لري، چې اوسمهال ۶۰۰ بستره یي د کوید-۱۹ ناروغانو د درملنې له پاره اماده شوي دي. «

Afghanistan Herat - Coronavirus: Freilassung von 500 Gefangenen
په هرات ولایت کې د کرونا ناروغۍ ۲۰۴ مثبتې پيښې ثبت شويانځور: DW/S. Tanha

په همدې حال کې هراتیان د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د تجارانو له مرستې څخه خوشحالي څرګندوي. خو یو شمیر یې بیا د کرونا پر ویروس د اخته کسانو د درمنلې په مرکزونو کې د روغتیایي پرسونل له کمښت څخه شکایت کوي.

هرات د کرونا ویروس له ګواښ سره مخامخ دی. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له کرونا ویروس سره د مبارزې له پاره ۴۰۰ میلیونه افغانۍ د هرات ولایت ته اختصاص کړي دي.

په اوس وخت کې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس ۲۰۴ مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې له دې ډلې ۴ تنو یي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه نور یي بیا له دغې ناروغۍ څخه رغیدلي دي.

اټکل کیږي چې له ایران څخه هرات ته د مهاجرو د ستنیدنې له هجوم سره به په ځانګړي توګه په دغه ولایت کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر هم لوړ شي.

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: