1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: د لوبې په میدان کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ فروردین ۱۳, شنبه

چارواکي وايي چې په هرات ولايت کې په دوو پر له پسې بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. دغه چاودنې د جمعې په ماښام شوي دي. په همدې ورځ هلمند کې هم یوې چاودنې ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

https://p.dw.com/p/49MwP
Afghanistan | Bombenexplosion in Herat
د هرات د جمعې ورځې يو ټپي په روغتون کېانځور: Mohsen Karimi/AFP

د فرانسې خبري آژانس په حواله، په هرات کې دغه چاودنې پرون د جمعې په ماښام هغه مهال وشوې چې يوه ډله ځوانان او ماشومان په یوه میدان کې چې ماينونه په کې ښخ کړل شوي ول، د لوبې کولو په موخه راټول شوي ول.

د هرات ولایت د استخباراتو ادارې ویاند، ثابت هېروي، دغه آژانس ته وويل چې «پنځه کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.»

ثابت زیاته کړه، چې ځايي پولیسو په سیمه کې دوه نور ځای پر ځای کړل شوي ماینونه کشف او خنثی کړي دي.

د ثابت په خبره، په وروستيو کې ټوله سیمه د جګړو له وخت څخه د پاتې شوو ټولو چاودیدونکو موادو له شتونه پاکه شوې وه او داسې ښکاري چې د جمعې ورځې چاودنې بمونه، میدان ته د ځوانانو تر ورتلو لږ دمخه کيښودل شوي وي.

د هرات ولایت د امبولانسونو د څانګې مشر، ابراهیم محمدي، هم د دغې پيښې د مرګ ژوبلې شمیرې تائيد کړې او ویې وېل چې په وژل شوو کسانو کې يو ماشوم هم شامل دی.

هرات د افغانستان دریم لوی ښار دی چې له ګاونډي هیواد ایران سره ګډه پوله لري او په وروستیو اوونيو کې نسبتا آرام پاتې شوی وو.

په جنوري میاشت کې په همدې هرات ولایت کې د یوه ماين په چاودنه کې چې د یوه موټر د تيلو ټانکۍ پورې نښلول شوی وو، ۷ کسان ووژل شول. دغه چاودنه د هرات ښار په يوه داسې سیمه کې چې اکثریت اوسیدونکي ېې شیعه ګان دي، شوې وه.

په هرات کې د جمعې ماښام پيښه، داسې وخت کيږي چې په همدې ورځ په هلمند ولایت کې هم یوې چاودنې پنځه ماشومان ووژل. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ادارې يوه چارواکي، محمد قاسم رضا، وويل چې چاودنه هغه وخت وشوه چې ماشومانو د هاوان یوې ناچاودلې ګولۍ سره لوبې کولې.

سربیره پر دې چې په افغانستان کې د لسیزو راهیسې خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو ته د ناچاودلو توکو او بمونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی شوی دی، خو بیا هم وژونکې پيښې په کراتو تکرار شوي دي. ډيری وخت ماشومان د موندل شوو مرمیو سره لوبې کوي او د لوبې پرمهال ورباندې یادې مرمۍ چاودي.

mks/akh/(AFP)