1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هبت الله اخوند زاده: د هيچا فرمايش نه منم

امید دیدار
۱۴۰۱ تیر ۱۱, شنبه

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په کابل کي د «علماوو غونډي» ته په وينا کې وويل چې د نړيوالو فرمايشات نه مني او د نړۍ يوه قدرت ته به هم تسلیم نه شي.

https://p.dw.com/p/4DW7N
Afghanistan Mullah Haibatullah Achundsada
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Islamic Press via AP

دا لومړی ځل دی چي د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې يوې ستري غونډي ته وينا کوي. دغه درې ورځنۍ غونډه چې طالبانو رابللې ده له پنجشنبې ورځي راهيسي په کابل کي د لويي جرګې په خېمه کي روانه ده.

د طالبانو مشر په خپله وينا کې د غونډي پر ګډونوالو ږغ وکړ: «که ما خپل شرعي امير بولئ؛ اطاعت به مي کوئ، زه تش په نوم سياسي مشر يا په انتخاباتو راغلی جمهور رئيس نه يم، علما به موږ ته لار ښيي او موږ يې اجرائيه قوه يوو.»

نوموړي وویل، نړۍ غواړي چې د طالبانو حکومت دې د هغوی په اشارو روان وي او هر ډول غوښتنې دې یې منل کېږي؛ خو زیاته یې کړه چې دی د هيچا غوښتنې نه مني او د ده په ټکو، په شریعت معامله نه کوي.

په دې وینا کې د مولوي هبت الله اخوند زاده نیږدې ټولې خبرې په اسلامي لارښوونو او د دوی د حکومت په جوړښت ورټولې وې.

نوموړي د حکومت او ادارې د جوړښت له پاره « یووالی او اتحاد » مهم ټکي یاد کړل او زیاته یې کړه، چې په اداره کې خپلوي، دوستي، قوميت او سمت پرستي حکومت نړولی شي.

هغه وویل: «په اداره کې دې انډیوالي، سمت پرستي، قوم پرستي او رشوت خوري ختمه شي او که نه وي، بیا به د یوې ډلې حکومت وي او له چور وروسته به ختمېږي. د امنیت او ثبات د دوام له پاره شخصي غوښتنې پرېښودل پکار دي. په ادارو کې عدالت راوستل غواړم.»

هغه وویل، ولس او دیني عالمان حاکمانو ته مشورې ورکولی شي؛ خو په رسنیو کې د چارواکیو نیمګړتیاوې یادول د ولس او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي.

طالب مشر هبت الله اخوند زاده دغه راز وویل، چې نړۍ له دوی سره پر ځمکه، پيسو يا بل شي نه جنګېدل، بلکې دا د نظریې او عقیدې جنګ و او نړۍ غوښتل د دوی د جهاد اواز غلی کړي.

هغه وویل، د ده په مشرۍ د طالبانو حکومت تر اوسه قصاص او نور شرعي حدود نه دي عملي کړي او که چېرې یې عملي کړي، بیا به نړۍ نور عکس العملونه وښيي.

Afghanistan | Taliban Versammlung in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

هیبت الله اخونزاده په بهر کې له افغانانو وغوښتل چې هېواد ته ور وګرځي؛ خو پخوانیو چارواکیو ته په يې په اشارې وویل، چې عفوه ورته شوې؛ خو له دوی دې ډېره تمه نه لري. هغه وویل: «ما پخوانيو ظالمانو ته عفوه کړې ده، پر تېرو اعمالو حساب نه ورسره کوم، که بې له نوي جرمه چا تکليف ورکړ محاکمه کوم يې، مګر عفوه دا معنی نه لري چې په حکومت يې را ګډ کړئ!»

مولوي هیبت الله اخوند زاده د خپلو خبرو په جریان کې له سوداګرو او شتمنو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د ده په ټکو، د هېواد په ابادولو کې دې ونډه واخلي.

هغه وویل: «په بهرنیو مرستو تکیه مه کوئ. یو شئ او خپل هېواد اباد کړئ.»

نوموړي وویل، ګاونډي هېوادونه دې هېڅ ډول اندېښنه نه لري او دوی د یوه ګاونډي هېواد خلاف هم کومه بده اراده نه لري. هغه زیاته کړه، هر هېواد چې غواړي له دوی سره خبرې وکړي مخامخ دې یې ورسره وکړي. ده وویل: «هر څوک چې هره خبره لري مخامخ دې یې موږ سره وکړي. ځینې وخت دوی فکر کوي چې د اسلامي امارت به مخامخ یوه او تر شاه به یې بله خبره وي. موږ د هېچا په تناب نه یو تړلي، مستقل او خپلواک یو.»

نوموړي طالب چارواکیو ته د ښې حکومتولۍ او ولس سره د ښه برخورد سپارښتنه وکړه او دغه راز یې له جرم پرته د خلکو وهل، ټکول او شکنجه کول د خپل حکومت د دوام پر مخ خنډونه یاد کړل.

هغه په داسې حال کې کابل کې د علماو غونډه کې غږېده، چې تصویر یې نه ښودل کېده او یوازې غږ یې د افغانستان په ملي راډیو او اړوندو خواله رسنیو کې خپرېده.

د طالبانو د حکومت مشر په خپلو خبرو کې د مېرمنو پر حقونو او اړوندو نورو مسایلو ونه غږېد، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د انجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي پاتې دي.

نن د علماو د دغې دویمه ورځ ده، چې طالب مشر هم پکې ګډون او وینا وکړه. د هیبت الله اخونزاده تر خبرو وړاندې د دغې غونډې مرستیال مشر مولوي اسماعیل خپلو خبرو کې د طالبانو له لوري د عفوې پر موضوع تمرکز وکړ او ځینو پخوانیو ورغلیو چارواکیو ته په اشارې یې وویل، ورغلي کسان د دوی پر وړاندې « هېڅ ډول حیثیت نه لري او نه دوی کوم حیثیت ورکولی شي.»

هغه وویل، طالب چارواکیو سره د پخوانیو هغو یو ځای ناسته پاسته ورته د منلو نه ده هغه موضوع چې طالب مشر هبت الله اخونزاده هم ورته اشاره وکړه.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، کابل کې اوسنۍ غونډه د علماو په غوښتنه جوړه شوې او لوی هدف یې له مولوي هبت الله سره بیعیت کول یاد شوي دي.

پر دغې غونډې د ځینو سیاسي شنونکیو او خواله رسنیو کارنو نیوکې او انتقادونه هم خپاره شوي دي.

دغه غونډه داسې حال کې جوړه شوې، چې لا هم د طالبانو حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د دغې ډلې حکومت په کور دننه او بهر له ننګونو سره مخ دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب