1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هانتر بایډن یو ځل بیا په مالي تیښته تورن شوی

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

د امریکا اوسني جمهور رئیس جوبایډن زوی هانتر بایډن د کالیفورنیا ایالت په سطحه په ۹ مورده مالیاتي تیښته تورن شوی. ویل کیږي که چیرې هغه د دې تورونو له امله مجرم وپیژندل شې نو د ۱۷ کلونو بند په سزا به محکوم شي.

https://p.dw.com/p/4Zy3Q
د جوبایډن زوې هانتر بایډن
د جوبایډن زوې هانتر بایډنانځور: Jonathan Ernst/REUTERS

ویل کیږي که چیرې هغه د دې تورونو له امله مجرم وپیژندل شې نو د ۱۷ کلونو بند په سزا به محکوم شي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن زوی هانتر بایډن د سوداګرۍ د معاملاتو په برخه کې د یو ځانګړي څارنوال لخواد مالیې د نهه مورده تیښتي په تړاو تورن پیژندل شوی.

دا تورونه وروسته له هغه پرې لګیږي چې هانتر بایډن د جولای په میاشت کې د مالیې څخه د تیښتي او د غیرې قانوني وسلو د ساتلو د دوو نورو تورونو په برخه کې ځان بې ګناه بللی وو.

سپینې ماڼۍ د نویو تورونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

هانتر بایډن په څه تورن دی؟

هانتر بایډن د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د ۱.۴ میلیونه ډالرو يعنې ۱.۲۹ میلیونه یورو د مالیاتو په نه ورکولو تورن شوې، نو که په دې برخه کې یاد تورونه پرې ثابت شول، سزا به ېې ۱۷ کاله بند وي.

ځانګړي څارنوال ډیویډ وایس، په یوه بیان کې څرګنده کړې: «هانتر بایډن د خپلو مالیاتو د ورکړي پرځای په ملیونونه ډالر پر خپل ښکلي شخصي ژوند مصرف کړي.»

په یادو تورونو کې همدا راز ویل شوې چې هانتر بایډن په دې موده کې له ۱.۸ میلیونه ډالرو څخه زیاتي پیسې پر خپل تجملاتي ژوند مصرف کړي چې پکې ۷۷۲ زره ډالر نغدي پیسې اخیستل شوې، ۳۸۳ زره ډالر ېې ښځو ته ورکړي او ۱۵۱ زره امریکايي ډالر ېې پر جامو او نورو ګران بیه توکیو مصرف کړي. ویل کیږي تورن شخص په ۲۰۱۸ کال کې د دې پیسو په برخه کې هیڅ راز مالیه نه ده ورکړې.

هاخوا د هانتر بایډن مدافع وکیل ځانګړي څارنوال آبه لاویل متهم کړی چې په دې قضیه کې د جمهوري غوښتونکو فشار ته تسلیم شوې دی.