1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هامبورګ پناه غوښتونکو ته د تادیې کارتونو د ویش لړۍ پیل کړې

۱۴۰۲ بهمن ۲۷, جمعه

هامبورګ د المان لومړنې ایالت دی چې پناه غوښتونکو ته د تادیې کارتونه د ورکړې لړۍ پیلوي. په لومړي پړاو کې دغه کارتونه نوي راغلو پناه غوښتونکو ته د ښه راغلاست په مرکزونو کې ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/4cUZi
Bezahlkarte für Geflüchtete
ارشیف انځور: په المان کې مهاجرو ته د تادیې کارتانځور: Philipp von Ditfurth/dpa/picture alliance

هامبورګ پناه غوښتونکو ته د تادیې کارتونو ازمایښتي پروژه پیل کړه. د دې ښار ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ټولنیزو مرستو لوموړني کارتونه ویشي او په پام کې ده چې د دې پروژې له تجربو څخه به په ټول هیواد کې استفاده وشي.

د هامبورګ د سیمه ایزو چارواکو په وینا د Visa په نوم دغه «اجتماعي کارتونه» بې له دې چې مخکنې بانکي حساب یا اکاونټ ورته جوړ شوی وي، کار کوي. د پناه غوښتنلیک وړاندې کوونکي کولی شي په هغو مغازو او ځایونو کې چې د کارت په وسیله د پيسو ورکړه مني، خریداري وکړي.

د ګرځنده تلیفون د یوه اپلیکیشن له طریقه هم له دغو کارتونو څخه استفاده کیدلی شي.

له دغو کارتونو څخه له المان څخه دباندې او انلاین خریدارۍ کې استفاده نه شي کیدلی. همدارنګه د دې کارت په وسیله له هیواده بهر د پيسو استول هم امکان نه لري.

د هامبورګ د حکومت چې له سوسیال دیموکرات او زرغون ګوندونو څخه تشکیل شوی دی په خبره، په لومړي پړاو کې دغه کارتونه تازه راغلو پناه غوښتونکو ته چې د ښه راغلاست په لومړنیو مرکزونو کې ژوند کوي او د ټولنیزو خدماتو مستحق دي ورکول کیږي.

د پناه غوښتونکو د ټولنیزو مرستو د قانون له مخې هغه لویان چې یوازې ژوند کوي په میاشت کې ۱۸۵ یورو ترلاسه کوي چې دغه پیسې ورته په کارت کې جمع کیږي.

د اړونده ادارو د معلوماتو په حواله دغه کارتونهد دولتي پيسو خدماتو ته «چټک، غیر پيچلی او بې له تبعیضه» لاسرسی اسانه کوي. په ورته وخت کې پر مسئولو ادارو د کار فشار هم کمیږي.

خو د کیڼ اړخو د ګوند فراکسیون پر دې پروګرام انتقاد کړی دی او ویلې یې دي چې د دې کارتونو ورکول اداري کارونه نه اسانه کوي، بلکې دا د «ټولنیزو مرستو د کنترول او محدودلو له پاره ابزار» دي.

د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې د المان د ایالتي لومړي وزیرانو په غونډه کې د پناه غوښتونکو له پاره د تادیې کارتونو په هکله تصمیم نیول شوی وو. ویل کیږي چې د ټول المان په کچه د دغو کارتونو د ویش لړۍ به د روان کال له دوبي څخه مخکې عملي نه شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د مهاجرو نوی قانون، د پناه غوښتونکو له پاره څه معنی لري؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب