1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

هامبورګ: افغان پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ په جنسي تیري تورن شوی

۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

آلماني قانون جوړوونکو تر هغه وروسته د وضاحت غوښتنه کړې چې یوه ۳۰ کلن افغان چې جرمي سابقه یې هم لرله، په دې تورن شوی چې په هامبورګ کې یې د شنبې په ورځ پر یوې ۱۴ کلنې آلمانۍ نجلۍ جنسي تیری کړی.

https://p.dw.com/p/337rF
Zittau
انځور: DW/W.Szymański

له هامبورک څخه محافظه کاره قانون جوړوونکي کریستوف دي ورییس، د بیلد آلمان ورځپاڼې ته د سه شنبې په ورځ ویلي: «دا په بشپړه توګه ما ته د پوهیدو وړ نه ده چې څرنګه یو شکمن جنسي تیری کوونکی، د جرمونو د یوه اوږد لیست پر لرلو سربیره هم، د زندان پر ځای په آزاد توګه ګرځیده.»

هغه زیاته کړې ده: «موږ داسې محکمو ته اړتیا لرو چې مکررو مجرمینو ته د زندان سزا ورکړي، که نه نو د قانون حاکمیت خپل اعتبار له لاسه ورکوي.»

د بیلد ورځپاڼې ویلي دي چې دغه کس یو رد شوی پناه غوښتونکی وو. دي ورییس، پوښتلې چې ولي د هامبورګ چارواکو دغه کس لا وختي افغانستان ته نه وو اخراج کړی.

دغه ۳۰ کلن افغان چې د آلمان قوانینو له مخې یې بشپړ هویت نه دی بربنډ شوی او یوازې د منصور س. په نامه یاد شوی، اوس په توقیف کې دی. ویل کیږي چې دغه کس پر یوې ۱۴ کلنې نجلې باندې د هامبورګ ښار په یوې مرکزي سیمه کې جنسي تیری کړی دی.

ویل کیږي چې دغه کس لومړی د ډیرې نشې په حالت کې د هامبورګ په مرکزی تمځاي کې له دې نجلۍ سره خبرې کړي او بیا یې هغه تعقیب کړې ده. ویل کیږي چې تر جنسي تیري وروسته هم هغه دغه نجلۍ تر هغه پورې تعقیب کړې چې هغې له خلکو د مرستې غوښتنه کړې. پولیسو بیا دغه کس په مرکزي تمځای کې نیولی دی.

بل محافظه کاره سیاستوال او د قانوني چارو کارپوه پاتریک سینس بورګ، د بیلد ورځپاڼې ته ویلي دي: «د مکررو مجرمینو په برخه کې، د منصور په څیر کسان چې د پناه غوښتنې له بهیر څخه تیریږي او یا یې هم غوښتنلیکونه رد شوي دي، قضایه قوه باید سخت تدابیر ونیسي، نه نرم.»