هالنډ د افغانستان څخه خپل ټوله عسکر باسي
۱۳۸۹ مرداد ۱۰, یکشنبهپه افغانستان کي د هالنډ د سفارت استازې ويلي دي چي د هالنډ د افغانستان څخه خپل ټوله عسکر باسي. پدې ډول به نن د يکشنبې په ورځ (د اگست لومړۍ نېټه) په روزگان کي د لنډو مراسمو په ترڅ کي وروستي هالنډي عسکر خپله دنده امريکايانو ته وسپاري. اټکل کيږي چي وروستي هالنډي عسکر به همدا نن د افغانستان څخه و ايستل سي.
په هالنډ کي د افغانستان د پوځي ماموريت په هکله سخت کورني سياسي اختلافات ددې سبب گرځېدلي وه چي د هيواد مخلوط حکومت مات سي. زيات هالنډيان پدې آند وه چي بايد هالنډي عسکر د افغانستان څخه وايستل سي. همدا وجه وه چي د افغانستان پر موضوع د مخلوط حکومت د ماتېدو وروسته په هالېنډ کي نوې ټاکنې تر سره سوې.
د هالنډ تر څنگ کاناډا هم هغه هيواد دی چي د افغانستان د پوځي ماموريت د پای ته رسولو تکل يې کړی دی. کاناډا غواړي چي په راتلونکي کال کي خپل ټوله عسکر د افغانستان څخه وباسي. پدغه هيواد کي هم په افغانستان کي د کاناډايي پوځي ماموريت په هکله سخت سياسي اختلافونه رامنځ ته سوي وه.
د افغانستان وسله والو طالبانو د هالنډي عسکرو د وتل يو مثبت گام بللی دی او د افغانستان په جگړه کي ښکېل پر نورو بهرنيو عسکرو يې هم ږغ کړی دی چي د هالنډ بېلگه تعقب کړي او د افغانستان څخه ووځي. خو کارپوهان پدې آند دي چي د افغانستان څخه به د هالنډي عسکرو وتل پر جگړه کومه پوځي اغېزه ونه لري. ولي چي په افغانستان کي د امريکې اتيا زره يا يو لک او د ناټو دېرش زره عسکر په جگړه بوخت دي.
ليکونکی: احمدولي اڅکزی
کتونکې: رحيله اميري