1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينهالند

د ولډرز وژنې ته هڅونې په تور دوه پاکستانیان محکوم شوي

۱۴۰۳ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

د هالنډ يوې محکمې د پاکستان دوه مذهبي او سیاسي مشران په غياب کي محکوم کړل. هغوی ته د اسلام ضد او ښي اړخي سیاستوال ګیئرت ولډرز وژنې ته د خپلو پیروانانو د هڅونې په تور د ۱۴ او ۴ کلونو بند سزا ټاکل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4kS6l
ښي اړخی هالنډي سیاستوال کیئرد ولډرز
کیئرد ولډرز د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورونو د جوړولو د سیالۍ په لاره اچونې کوښښ کړی وانځور: Sem Van Der Wal/ANP/dpa/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ اشرف جلالي او سعد رضوي په غیاب کې محاکمه شول. د هالنډ پر غوښتنې سربیره هم پاکستان دغه کسان مجبوره نه کړل چې د لوړ امنیت لرونکي محکمې ته حاضر شي.

شپږ پنځوس کلن اشرف جلالي ته د ولډرز قتلولو ته د خپلو پيروانانو د هڅونې په جرم د ۱۴ کاله بند سزا اورول شوې ده. نوموړي خپلو پیروانانو ته ویلي ول چې د ولډرز په وژلو سره به ورته «په اخرت کې انعام» ورکړل شي.

قاضیانو د دوشنبې په ورځ په خپله پریکړه کې وویل چې جلالي د یوه مذهبي مشر په توګه د خپل واک څخه غلطه استفاده کړې ده او کیدای شي چې پيرونانو یې خبره جدي نیولې وي.

قاضي په خپله پریکړه کې وویل چې د جلالي د اپيل هدف ترهګریز وو او هغه نه یوازې ولډرز، بلکې په عمومي ډول د هالنډ سیاسي چاپیریال په نښه کړی دی.

د تحریک لبیک پاکستان (ټي ایل پي) ګوند ۲۹ کلن مشر سعد رضوي ته د ولډرز وژنې ته د خپلو پیروانانو د هڅونې له کبله د ۴ کلونو بند سزا اورول شوې ده.

رضوي د پاکستان د کرکیټ لوبغاړي خالد لطیف د پخوانیو تبصرو د ستاینې له کبله مجرم ګڼل شوی وو.

د ۲۰۲۳م کال په سپټمبر کې هالنډي قاضیانو لطیف ته د ولډرز قتلولو ته د هڅونې په جرم د ۱۲ کاله بند سزا اورولې وه. دا په داسې حال کې چې دغه ښي اړخي هالنډي سیاستوال د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورونو د جوړولو د سیالۍ په لاره اچونې کوښښ کړی و. خو وروسته بیا دغه سیالي لغوه کړای شوې وه.

ولډرز څه ویلي؟

ولډرز چې ګوند یې د روان کال په ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته په لومړي ځل حکومت کې شامل شوی، د تیرو ۲۰ کلونو راهیسې د سخت دریځو له خوا د مرګ ګواښونو له کبله تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ژوند کوي.

د محکمې تر پريکړې وروسته ګیرت ولډرز په ایکس شبکه کې ولیکل: «هیله لرم چې دغه (دوه شمن کسان) هالنډ ته وسپارل شي او د مجرم ګڼل کیدو وروسته زندان ته واستول شي.»

نوموړي وویل چې د اسلام د پيغمبر کاریکاتور جوړونه او ښودل یې «د بیان آزادي» ده. نوموړي وروسته خبریالانو ته وویل چې دا پریکړه «ډیره ښه پریکړه» ده.

په اسلام کې د پیغمبر انځور جوړول منع دي او په تیرو وختونو کې هم داسې یو عمل د مسلمانانو له تند غبرګون سره مخامخ شوی دی.

هالنډ له پاکستان سره د مجرمینو د سپارلو هیڅ ډول تړون نه لري چې له امله یې د دې امکان وي چې دغه دوه کسان چې د دوشنبې په ورځ یې په هکله په امستردام کې په غیاب کې پریکړه شوې ده، د هالنډي محکمې له خوا د کومې سزا تیرولو ته مجبور کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

پولنډ مسلمان مهاجر نه غواړي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل