نیکپا ښه وځلید، خو لوبه ئې بایلله
۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه
روح الله نیکپا، د ۲۰۱۲ کال د المپیک په سیالیو کې دوه لوبې وکړې چې د هغوی له ډلې څخه ئې یوه وگټله او دویمه ئې بایلله. نیکپاه خپله لومړۍ لوبه له پولندي ورزشکار میشل لونیفسکي، سره وکړه چې د ۱۲ نمرو په گټلو سره د دې لوبې گټونکی شو. د هغه دویمه لوبه له ایراني ورزشکار محمد باقري معتمد، سره وه چې یوازې د یوې نمرې په تفاوت ئې بایلله.
نیکپا پخپله دویمه لوبه کې هم ډیر ښه وځلید او د دریم روند تر پایه پورې ئې نمرې له خپل ایراني سیال سره مساوي وې. خو په څلورم روند کې د هغه ایراني حریف وتوانید چې یوه نمره تر لاسه کړي او په دې ترتیب سره د پنځو نمرو په لرلو د دې سیالۍ گټونکی شي. نیکپا هم په دې لوبه کې څلور نمرې وگټلې.
اوس په دې سیالیو کې د افغانستان یوازینی پاتې ورزشکار نصار احمد بهاوي دئ چې د شنبې په ورځ په خپلې لوبې تر سره کړي.
تر دې مخکې د افغانستان یوازینی د المپیک مډال لرونکي ورزشکار روح الله نیکپا، خپل پولندي حریف میشل لونیفسکي، ته د ۱۲ نمرو په ګټلو سره ماتې ورکړې وه. لونیفسکي په دې لوبه کې د پنځو نمرو په ګټلو توانیدلی وو. نیکپا د تکواندو د سیالیو د ۶۸ کیلو ګرام وزن لرونکو په ډله کې لوبه کولې.
ایراني ورزشکار محمد باقر معتمد، تر دې مخکې په لومړۍ مرحله کې د مرکزي افریقا ورزشکار ته د اوو امتیازونو په ګټلو سره ماتې وکړه.
دې ایراني ورزشکار په ۲۰۰۹ کال کې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د سروزرو مډال گټلی وو. دغه لوبې په دنمارک کې تر سره شوې وې. هغه همداراز د اسیا په اتلولیو کې د سپینو زرو او د برونزو مډالونه هم گټلي دي.
د نیکپا د دواړو لوبو د لیدو له پاره ډیر شمیر افغانان او د هغه بهرني مینه وال لوبغالي ته راغلي ول.
مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض