1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیکاراګوای هیواد افغانستان ته سفير ټاکلی

۱۴۰۳ تیر ۳, یکشنبه

نيکاراګوای هیواد د افغانستان له پاره سفير ټاکلی دی. مایکل کامپبل چې اوس وخت کې په چین کې د نيکاراګوای سفير دی، په بیجینګ کې له خپله دفتره به د افغانستان له پاره هم کار کوي. طالبانو ېې هرکلی کړی.

https://p.dw.com/p/4hOmj
د نيکاراګوای ملي بیرغ
د نيکاراګوای ملي بیرغانځور: Marvin Recinos/AFP/Getty Images

د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان ته د نیکاراګوای د سفير د ټاکلو خبر ځايي رسنیو ورکړی. دغه اقدام د طالبانو له منزوي شوي حکومت سره د ديپلوماتيکو اړیکو په زياتېدو کې یو بې ساری حرکت بلل شوی دی.

د نیکاراګوای مرستيالې ولسمشرې، روساریو موریلو، د جمعې په ورځ وويل: «موږ د افغانستان له اسلامي امارت، خلکو او حکومت څخه مننه کوو چې زموږ مایکل کامپبيل ېې زموږ» د استازي په توګه منلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې چې پر اکس شبکه ېې خپره کړې د نیکاراګوای حکومت له دغه اقدامه هرکلی کړ او دا ېې «مثبت پرمختګ» بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزرات په لومړي ځل له پاره د نیکاراګوای جمهوریت له خوا د افغانستان له پاره په بیجینګ کې د غیر مقیم سفير له ګومارنې سره موافقه کړې او هرکلی ېې کوي.»

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پرافغانستان بیا واکمن شوي، تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسميت نه دي پېژندل شوي.

د نیکاراګوای حکومت په دې هکله په خپله اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو موضوع ته اشاره نه ده کړې.

چین هم د افغانستان د په رسميت پېژندلو پرته، طالبانو ته خپل سفير معرفي کړی دی او په بیجینګ کې یې د طالبانو د سفیر باورلیک منلی دی. د امریکا متحده ایالاتو له لوري بیا یو لوړپوړی امریکايي ديپلومات د افغانستان له پاره شارژدافیر ټاکل شوی دی او واشنګټن له طالبانو سره د یو رسمي سفير له لرلو پرته په تعامل کې دی.

د طالبانو حکومت له اسلام دين څخه د خپل سخت تفسیر پر اساس، د خپلې واکمنۍ راهيسې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون د هغوی حقونه او آزادۍ باندې محدودیتونه وضع کړي دي. ملګرو ملتونو د طالبانو دغه سیاست «جنسيتي اپارتاید» په توګه ارزولی دی.

د نیکاراګوای ولسمشر، دانیل اورتګاه دی چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې په واک کې دی، د استبدادي کړنو په زیاتولو سره ېې تر دې دمخه خپلې واکمنۍ ته ادامه ورکړې ده. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې، اورتګاه د ولسمشرۍ دورې محدودیتونه لغوه کړي او ترڅنګ ېې د ایالتي حکومتونو کنټرول هم په خپل لاس کې نیولی دی.

نیکاراګوای په مرکزي امریکا کې واقع دی او پلازمینه ېې ماناګوا ده. دغه هېواد د مساحت له مخې د مرکزي امریکا تر ټولو ستر هېواد دی.

 (AFP)mks/akh

له آرشیف څخه: