1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

رپوټ: روسیه ایران ته د هوایي دفاع تجهیزات ورکوي

۱۴۰۳ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

د رپوټونو په حواله روسیه ایران ته د هوايي دفاع تجهیزات ورکوي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل اعتمادي چارواکی سرګئې شویګو د خبرو اترو له پاره ایران ته استولی دی.

https://p.dw.com/p/4jAJW
Iran | Masoud Pezeshkian und Sergei Shoigu
سرګئې شویګو د ایران له نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم لیدلي ديانځور: Iranian Presidency/Anadolu/picture alliance

د یوه رسنیز رپوټ پر بنسټ روسیې ایران ته د پرمختللو رادار دستګاو او هوایي دفاع تجهیزاتو استول پيل کړي دي.

امریکايي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» د دوو ایراني چارواکو په نقل چې ګواکې د جګړې له طرحو سره بلد دي رپوټ ورکړی دی چې ایران لادمخه له اسرائیل سره د احتمالي جګړې د تیاري له پاره له روسیې څخه د هوایي دفاع د پرمختللو سیستمونو غوښتنه کړې وه.

د دغې ورځپاڼې په حواله دغو دوو ایراني چارواکو په دې اړه د ایراني رسنیو رپوټ تائید کړی دی. دوی ویلي دي چې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره په تهران کې د روسیې د ملي امنیت شورا د مشر سرګئې شویګو له مذاکراتو وروسته ایران ته د دغو مهماتو د سپارلو لړۍ پیل شوې ده.

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د جګړې اور لمن د پراخیدو ویره ډیره شوې ده، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل اعتمادي شخص ایران ته د خبرو اترو له پاره استولی دی.

د روسیې د دفاع دغه پخواني وزیر د ایران د ملي امنیت شورا له رئیس علي اکبر احمدیان او د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو له مشر محمد باقري سره خبرې اترې وکړې. شویګو همدارنګه د ایران له نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم لیدلي دي.

روسیې تیره اونۍ په تهران کې د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژنه غندلې وه. حماس او ایران اسرائیل د دې برید مسئول ګڼي او د غچ اخیستونکي برید اعلان یې کړی دی. اسرائیل تر اوسه پورې د هنیه د وژل کیدو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

حماس چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو، اروپايي اتحاديي، المان او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه درجه بندې شوی دی.

مسکو له تهران او حماس ډلې سره نږدې اړیکې لري، خو له اسرائیل سره هم تماس لري. د ایران له خوا له اسرائیلو څخه د غچ اخیستنې ګواښ په پام کې نیولو سره، د روسیې حکومت له ټولو خوا څخه غوښتنه کړې ده چې له زغم څخه دې کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د ډیرې مودې راهیسې ایران د روسېې په پوځي ملاتړ تورنوي او له دې امله یې شکایت کړی دی چې ایران پخوا روسیې ته د اوکراین پر وړاندې جګړه کې بې پيلوټه الوتکې او توغندي ورکړي دي.

د کیف له نظره ولادیمیر پوتین په منځني ختیځ کې د وضعیت خرابیدو ته لیواله دی، ځکه په دې ترتیب سره ګواکې کولی شي د اوکراین له جګړې څخه د لویدیځ پام بلې خوا ته واړوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟