1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د پاکستان د کریکټ لوبډلې ځيني لوبغاړي په کرونا اخته دي

۱۳۹۹ آذر ۶, پنجشنبه

نیوزیلنډ ته تر رسیدو وروسته، د پاکستان ملي لوبډلې شپږ تنه لوبغاړي تر ازموینو وروسته په کرونا ویروس اخته بلل شوي دي. ټاکل شوې ده دسمبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره شي.

https://p.dw.com/p/3lqMf
ICC Cricket World Cup 2019 Neuseeland - Pakistan
انځور: Action Images via Reuters/A. Boyers

د نيوزيلنډ د روغتيا وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د نومبر ۲۶مه) وویل چې د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې شپږ تنه لوبغاړي په کرونا اخته شوي دي. د تیرې سه شنبې په ورځ د پاکستان د کریکټ یو ۵۳ کسیز پلاوی له لاهور څخه نیوزلنډ ته ورسید او دغه هیواد ته تر رسیدو وروسته د نیوزیلنډ چارواکو د دوی د کرونا آزموینه پیل کړه چې په پایله کې یې د ملي لوبډلې شپږ تنه لوبغاړي په کرونا ویروس اخته ښول شوي دي.

د نیوزیلنډ د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې یاد لوبغاړي اوس قرنطین شوي دي او پاتې لوبغاړي تر پلټنو وروسته کولی شي چې خپلو تمریناتو ته ادامه ورکړي. 

Neuseeland T20 Cricket Pakistan vs Neuseeland
انځور: Getty Images/M. Hunter

سربیره پر دې، روغتیايي چارواکو د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې ته د قرنطین د ماتولو له کبله یو وروستی اخطار هم ورکړی دی. د نیوزیلنډ روغتیايي چارواکو ویلي دي: «د سپورټ په موخه نیوزیلنډ ته راتګ امتیاز دی، خو د دې په بدل کې لوبډلې باید د هغو قوانینو تابع وي چې له کرونا وبا څخه زموږ د ټولنو د ژغورنې له پاره عملي کیږي.» چارواکو ویلي دي چې په امنیتي کامرو کې لیدل شوي چې پاکستاني لوبغاړي د ټولنیز واټن قوانین ماتوي.

نیوزیلنډ ته تر راتګ وړاندې د پاکستان د ملي لوبډلې لوبغاړو او نورو چارواکو په پاکستان کې د کرونا آزموینې کړې وې او د ټولو نتیجې منفي وې.

نیوزیلنډ چې شاوخوا پنځه میلیونه نفوس لري، د کرونا وبا پر وړاندې په مبارزه کې تر ډیره بریالی دی. په دغه هیواد کې تر اوسه پورې کرونا د ۲۵ کسانو ژوند اخیستی او ۱۶۸۴ تنه په دې ویروس اخته شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې په ډسمبر میاشت کې د نیوزیلنډ او پاکستان ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه د دې هیواد په آکلنډ کې پیل شي. تر شل اوریزو لوبو وروسته، دوې ټسټ لوبې هم پلان شوي دي.