1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

نیم میلیونه آلمانانو کلیسا پریښې ده

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

په آلمان کې د کاتولیک او پروتستانت کلیساو تیر کال خپل تر ۵۴۰ زرو ډیر غړي له لاسه ورکړي دي چې دا د دې هیواد په تاریخ کې یو بی ساری رقم دی. آیا د کشیشانو د جنسي رسوایې يپښې د دې سبب شوي چې خلک له کلیساو څخه مخ واړوي؟

https://p.dw.com/p/3eSn2
Herbstvollversammlung Deutsche Bischofskonferenz
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

تر ۵۴۰ زرو ډیرو عیسوي آلمانانو په ۲۰۱۹م کال کې کلیساوې ترک کړي دي. په دومره لوړ شمیر کې د کلیساو غړيتوب له لاسه ورکول په دغه هیواد کې د کاتولیک او پروتستانت کلیساو مسئولین اندیښمن کړي دي.

د KNA آژانس چې د کاتولیکي ټولنو په اړه خبرونو ته پوښښ ورکوي ویلي دي چې تیر کال ۲۷۲۷۷۱ تنه د کلیساګانو له تشکیلاتو څخه وتلي دي. په ۲۰۱۹ م کال کې د کاتولیک کلیساو د غړو شمیر ۲۲۶۰۰۰۰۰ اعلان شوی چې دا د آلمان د ټول نفوس ۲۷،۲ سلنه برخه تشکيلوي.

پروتستانت کلیسا هم لکه د کاتولیک په څیر خپل غړي له لاسه ورکړي دي. ۲۷۰ زره کسانو کلیسا ترک کړې ده چې دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښیې. د تازه شمیرو له مخې ۲۰ میلیونه او ۷۰۰ زره کسان په پروتستانتي ټولنو کې مشارکت لري چې دا د آلمان د نفوس ۲۵ سلنه برخه تشکيلوي.

ګمان کیږي چې په کلیساو کې د کشیشانو د جنسي رسوایئ پيښې یو له هغو دلایلو وي چې په دومره ډیر شمیر کې خلکو کلیساو ته شا کړې ده، خو د دې له پاره قانع کونکی دلیل ستون نه لري. له پروتستانت کلیسا څخه هم په هم هغه اندازه خلک وتلي دي لکه د کاتولیکي کلیساو څخه، په داسې حال کې چې په پروتستانت کلیساو کې د جنسي رسوایئ پيښې ډیرې کمې وې.

Herbstvollversammlung Deutsche Bischofskonferenz
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د اسقف بتزینګ په نظر د کلیسا مسئولین باید له ځان څخه پوښتنه وکړي چې آیا له خپلو مخاطبانو سره د نني عصر په ژبه سمې خبرې نه کوي؟ آیا اړینه نه ده چې له لا زیات شفافیت او صداقت سره د خلکو د اعتماد د بیرته را جلبولو کوښښ وشي؟

د مونستر د کاتولیک او پروتستانت کلیسا چارواکو بیا یو څرګند دریځ نیولی دی او جنسي بی آبرویي یي له کلیساو څخه د خلکو د واټن نیولو اصلي دلیل بللی دی. اسقف فلیکس ګن، د خفګان په څرګندولو سره ویلي دي چې د کلیساو د اصلاحاتو په اړه بحثونه نیمګړي پاتې دي.

د آلمان د کاتولیکانو د مرکزي کمیټۍ قائم مقام میرمن کارین کورتمان وایي: «خلک د جنسي سوء استفادې په خاطر په شدت سره پر کلیساو بی باوره شوي دي او تر هغې چې د کلیساو په جوړښت کې اصلاحات او شفافیت نه وي رامنځته شوی، اعتماد بیرته نه راګرځي.»

په آلمان کې دین له حکومت څخه جلا دی او دا د دې هیواد د ديموکراسۍ تر ټولو مهم رکن ګڼل کیږي. هیڅ یوه ډله د دينې تعلق له مخې، د بل په مقابل کې د زیاتو حقونو مستحق نه ګرځي. د شمیرو له مخې د آلماني ټولنې ۳۶ سلنه وګړي پر هیڅ دین باور نه لري.

دویچه ویله: ش.ن/ م.ق.ن