1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نژدې نيم ميليون افغانان بېرته خپل هيواد ته ستانه سوي دي

۱۳۹۸ دی ۲۰, جمعه

د مهاجرت نړيوال سازمان د يوه راپور له مخي په ۲۰۱۹م کال کي له ايران او پاکستان څخه نژدې نيم مليون افغانان بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي دي.

https://p.dw.com/p/3Vyto
Afghanistan Herat Flüchtlinge
آرشيف انځورانځور: DW/S. Tanha

د مهاجرت نړيوال سازمان د يوه راپور له مخي ۴۸۵۰۰۰ افغان مهاجر په ۲۰۱۹ کال کي بېرته خپل هيواد څخه ستانه سوي دي. دغه راپور چي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۹مه) خپور سوی دی، پکښې راغلي دي چي د دغو بيرته ستنو سوو اکثريت له ايران څخه افغانستان ته تللي دي.

د راپور له مخي له ايران څخه بېرته افغانستان ته د ستنو سوو تر نيمايي زياته برخه له دغه هيواد څخه په زور ايستل سوي دي او پاته نور يې په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۸م کال کي له ايران څخه نژدې ۷۷۳۰۰۰ هغه مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي ول چي د مهاجرو په توگه راجستر سوي نه ول.

په ايران کي اوس هم د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره راجستر ۹۵۰۰۰۰ افغان مهاجر اوسیږي او دغه راز له يوه نيم تر دوو ميليونو پوري نه راجستر يعني د اوسېدو له اجازه پرته مېشت دي. دغه راز تر ۶۰۰زرو کسانو پوري په ويزه هغه هيواد ته تللي دي.

د ډيرو افغان مهاجرو د بيرته ستنېدو يو دليل په ايران کي اقتصادي بحران ښوول سوی، ځکه چي ډيری افغان مهاجر هلته تور کارونه کوي او تور کارونه اوس په ايران کي ډېر لږ پيدا کيږي.

د مهاجرت نړيوال سازمان د راپور له مخي په ۲۰۱۹م کال کي تر ۲۵۵۰۰ ډېر افغانان له ترکيې څخه بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي دي. له دې جملې څخه ۵۷۳ کسان د مهاجرت نړيوال سازمان په مرسته په خپله خوښه ستانه سوي او تر ۲۵۰۰۰زيات په زوره ايستل سوي يا له ترکيې څخه اخراج کړل سوي دي.

له آلمان څخه هم تر ۳۶۰ زيات افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته لېږل سوي دي.

AG/NZ/AWA