نړۍ په پلاستيکي کثافاتو کې د ډوبېدو په حال کې ده
پلاستيک ارزان او سپک دی - خو د نړۍ له پاره بيا يو ستر سرخوږی دی. دمګړۍ په کينيا کې تر ۱۷۰ د ډېرو هېوادونو استازي پر دې بحث کوي چې پلاستيکي کثافات څرنګه راکم کړای شي.
لوړ غږ او ګوټلې هلې ځلې
د چاپيريال ساتنې دا فعالان د کنفرانس څخه څو ورځې تر مخه سړکونو ته راوتلي ول او د پلاستيکي کثافاتو د ډېرېدو پر ضد یې خپل غږ پورته کړ: د کينيا په پلازمينه ناېروبي کې له دوشنبې ورځې څخه د پلاستيکي خځلو د راکمولو په تړاو پر يوه هوکړه بحث پېل شوی. دا په دې هکله د خبرو اترو د پنځوو پړاونو څخه دريم دی. تېر کال ۱۷۵ هېوادونو ځان مکلف کړ چې تر ۲۰۲۴م کال پورې د ملګرو ملتونو پر يوه الزامي تړون توافق کوي.
ريساېکل کول تر ټولو مهم دي
د ملګرو ملتونو هدف دا دی چې تر ۲۰۴۰م کال پورې د پلاستيک له وجې د چاپیريال ککړتيا د کینيا په څېر هېوادونو کې هم په شدت سره راکمه کړي. د ختیځې افريقا دې هېواد په ۲۰۱۷م کال کې لا مخکښ شو او پر پلاستيکي کڅوړو یې بشپړ بندیز وضع کړ. د دغه هېواد نور اقدامات د مثال په توګه د ګتادهورو پر سيند د پلاستيکي کثافاتو د جلا کولو دستګاه ده چې د ريساېکل کولو پروسه لا پسې ښه کړي.
په سيندونو کې د پلاستيک ډېرېدل
د کينيا په يوه سيند کې پلاستيکي بوتلونه: د پلاستيکي محصولاتو جوړونکو اروپايي ټولنې په حواله تېر کال په ټوله نړۍ څه نا څه ۴۰۰،۳ میليون ټنه پلاستيکي محصولات توليد شوي ول چې دا د ۲۰۰۲م کال په پرتله دوه برابره ډېر دي. پلاستيکي خځلې ډېر وخت طبيعت ته ور داخليږي او په دې ترتيب د سمندري ژويو او مرغانو له پاره په خطر بدليږي.
پلاستيک بايد له اوبو را وایستل شي
په آلمان کې د اوبو ککړتيا يوه ستونزه ده: يوازې د البه سيند له لارې په ۲۰۲۱م کال کې ۴۱،۷۰۰ کيلوګرام پلاستيکي کثافات سمندر ته رسېدلي ول. د چاپيريال ساتنې فعالان هڅه کوي چې د کثافاتو د دې سېلاب مخه ونيسي: د «ګرين کاياک» په نوم غير دولتي ټولنه د مثال په توګه خلکو ته په وړيا توګه د دې زمينه برابروي چې په کوچنيو کښتيو کې له اوبو کثافات راټول کړي.
د پلاستيکي کثافاتو د ژر نه تجزيه کیدو ستونزه
ستره ستونزه د پلاستيک د ژوند دوره جوړوي. پلاستيک په څو پېړيو کې تجزيه کیږي. اوس د دې دورې له پاره پر الزامي بڼه لرونکو ګامونو باندې باید توافق وشي – چې په هغه کې د توکو د مقدار څخه نيولې د پلاستيکي توليداتو تر ډيزاين، تصفيې او د پلاستيکي خځلو ريساېکل کولو پورې اقدامات بايد شامل وي.
د اړتيا له مخې کشف
کله چې د پلاستيکي کثافاتو پر ضد د مبارزې خبره وي نو د کينيا خلک یې هم په ترڅ کې نوښتونه کوي. د کينيا يو د کښتيو جوړونکی پر يوه «فليپ فلوپي» يعنې يوې دودیزې کښتۍ کار کوي چې پلاستيکي پاته شوي پکې کارول کيږي. هغه په دې کار سره ښيي چې د ريساېکلنګ له لارې د هر څه امکان شته.
د نړۍ د سمندرونو له پاره هیلې
په پرتګال کې دا سمندري ژوی له پلاستيکی کثافاتو جوړ شوی. ډېر څېړونکي هیله لري چې يو هر اړخیز تړون به له مصنوعي توکو سره د چلن په برخه کې د فکر د بدلون باعث شي. په نايروبي کې د کنفرانس ګډونوال پر دې ټینګار کوي له پلاستيک څخه د ویرې رامنځته کولو او يا پرې د بشپړ بندیز خبره مطرح نه ده، بلکې تړون بايد دا خبره مشخصه کړي چې آيا د مختلفو پلاستيکي توکو توليد محدود او يا تر کومه حده محدود کړای شي.