نړۍ نوي کال څرنگه لمانځي؟
د نوي کال لمانځل تقريباً په ټوله نړۍ کي يو شان دي. خلک له تير کاله سره د خدای پاماني کوي او د نوي هرکلی کوی او يو بل ته د ښو هيلو غوښتنه کوي. خو د نوي کال د جشن رسم و رواج بېل بېل وي.
آلمانيان د نوي کال په شپه سره راټوليږي او يو ځای ډوډۍ خوري. د کال وروستۍ دقيقې تر کور دباندي تيروي، څو اورلوبي وکړي او هم ئې وويني.
په برازيل کي خلک د نوي کال په شپه رنگه کالي نه، بلکي سپين اغوندي. سپين رنگ د سولي، پاکۍ او د نوي کال د نوو هيلو له پاره دی. په دغه ورځ دوی د «دريابونو د خدای» چي ريښه ئې له افريقا څخه ورغلې ده جشن جوړوي.
د هسپانويانو له پاره بيا د نوي کال رواج د ۱۲ دانو انگورو خوړل دئ. دوی په مادريد کي د «پويرتا دل سول» په ميدان کي سره راټوليږي او د ميدان په منار کي د کال په اخيره کي د ساعت د وروستيو ثانيو له تيک (ږغ) سره يو انگور خوري. دوی وايي چي دغه کار په نوي کال کي چانسونه او خوشبختۍ راوړي.
د استراليا د سيدني ښار په بندر کي اورلوبي تر ټولو ښه اورلوبي دي. په استراليا کي دغه شان اورلوبي دوه واري کيږي، يووار په ۹ بجې د کورنيو له پاره او بل وار پر۱۲ بجو د ځوانانو له پاره. استراليايان په دغه شپه ساحل ته ځي او اورلوبي ويني.
په امريکا متحدو ايالاتو کي د نوي کال په شپه تر ټولو ستره اورلوبه د نيويارک د تايمز په ميدان کي کيږي او تر ټولو مشهور سندرغاړي سندري وايي.
په روسيه کي د نوي کال له پيلېدو سره يو لس ورځنی جشن پيليږي. دوی په خپلو کورونو کي د جمهور رئيس تر تلويزيوني وينا وروسته د الکولو په څښلو پيل کوي او دباندي وزي- لکه دلته چي د مسکو په سره ميدان کي ولاړ دي.
د لندن ستره اورلوبه هم د ليدلو ده. دغه اورلوبي «London Eye» ته نژدې کيږي. دلته هم په سونو زره کسان راټوليږي چي دغه اورلوبه وويني. دغه اورلوبه د تلويزيون له لاري هم په ژوندۍ بڼه خپريږي.
بلغاريايان د نوي کال په شپه يو پر بل باندي پر ملا وهي. خلک وايي چي دغه کار ښه کال راوړي. کوچنيان بيا د گاونډيانو کره ځي او هلته هغوی پر ملا باندي وهي. دوی په دغه شپه د بلاوو مخونه ږدي او د بېري کالي اغوندي او دباندي ډله ييزي ايشلي کوي.
په جنوبي افريقا کي خلک نوی کال په کارنوال سره پيلوي. لکه دلته چي په ژوهانسبورگ کي ښکاري چي خلک کوڅو ته راوتلي دي او نوی کال لمانځي.
په جاپان کي بايد نوي کال ته کور پاک سي. په دغه شپه د بودا په معبد کي ۱۰۸ واره زنگ وهل کيږي. دوی په دغه ورځ په سنتي کالو کي په توپ سره د «Kemari» لوبه هم کوي.
په فرانسويانو کي د نوي کال په شپه اورلوبه او د شپې له خوا وتل چنداني باب نه دي. دوی له خپلو دوستانو او کورنيو سره يوځای کيږي او ماښام ښه ډوډۍ خوري. د فرانسې په سواحلو کي د دوی بل رواج دا دی چي اوبو ته ورتا کيږي.
په يونان کي هم اورلوبي چنداني رواج نه دي. دوی هم په خپلو کورونو کي کښېني پوره ډوډۍ خوري او ورکي بازي کوي او وايي هر چا چي لوبه وگټله ټوله کال به گټونکی وي. د دوی بل دود دا دئ، چي د جنورۍ مياشي پر ۶ نېټه غسل کوي، دوی وايي چي په دې سره ئې شيطانان له بدنه ليري کيږي.
په ايتاليا کي بيا د نوي کال په شپه په آزاده هوا کي کنسرتونه جوړیږي، او خلک خوشحالۍ ورته کوي.