نړۍ د نوي کال هرکلی وکړ
۱۳۹۲ دی ۱۱, چهارشنبهپه آلمان کي وګړو په خوشحاليو او اوربازيو د نوی کال هرکلی وکړ. په ټول آلمان کي د نوي کال تر ټولو ستر جشن د پلازمېني برلين په «براندينبورګر تور» کي ترسره سو. په دغه ځای کي په سوونو زرو انسانانو تر نيمي شپې پوري ډانسونه وکړل او يو بل ته يې د نوي کال مبارکۍ ورکړلې.
د برلين د نوي کال جشن په خلاصه فضا کي د نړۍ يو له سترو جشنونو څخه دی. د سيلانيانو شرکت د اټکلونو له مخي د نوي کال د «برلين د نندارې» له پاره نزدې ۲ ميليونه انسانان ورغلي ول.
د دغو مېلمنو ډيری يې د ورځي لا هغي سيمه ته ورغلي ول چي د دوو کيلومترو په اوږدوالي پکښي د نوی کال جشن لمانځل کيږي. د شپې په اصطلاح 0.00 بجې دغي سيمي ته ورغلو ننداره کوونکو په فضا کي د نزدې ۶۰۰۰ اور پاشونکو راکټونو ننداره وکړه.
د آلمان په نورو ښارونو کي هم نوی کال په خرپ سره ولمانځل سو. د آلمان په سترو ښارونو کي تقريباً ټولي لاري بندي سوي وې، څو خلک په آزاده پښه پر سړکونو باندي هم وګرځي او هم اور لوبي وکړي.
په ډوبی کي ريکارد ماتوونکې ننداره
د نوي کال په وياړ په نړيواله کچه د اور لوبي يوه ستره ننداره په ډوبی کي وه. دلته تقريباً نيم ساعت د اورلوبي داسي ننداره تر سره سوه چي د نړۍ د ريکاردونو ثبتولو د کتاب «ګينس» څارونکي هم ورغلي ول. د دغو اورلوبو د ترتيبوونکو په خبره دغه اوربازي په نړۍ کي تر ټولو ستره وه. تقريباً په شپږو دقيقو کي له ۴۰۰مختلفو ځايونو څخه ۵۰۰۰۰۰ اورپاشونکي راکټونه ته اور واچول سو او نيم ساعت فضا له ډول ډول اوري ګلانو څخه ډکه وه.
په دغه اورلوبو کي يو بل ريکارد هم ماتو سو چي هغه په فضا کي د اور په ذريعه د متحده عربي اماراتو د بيرغ جوړول ول. په دغه اوربازيو کي دغه راز د لمر مصنوعي لوېده هم ترسره سوه.
هغه څوک چي په نړۍ کي يې تر ټولو دمخه نوی کال ولمانځه، هغه په آرام سمندر کي د ساموآ هيواد او کيريباتي ټاپوګان ول. تر ټولو وروسته بيا په نړۍ کي نوی کال د يوه ستر جشن په جوړولو سره په «هاوای» کي د اروپا پروخت د ورځي پر ۱۱ بجې لمانځل کيږي.