نړۍ د ايډز په منګولو کي
د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) ويلي دي چي د ايډز ناروغۍ پر ضد ډېر پرمختګونه سوي، خو د دغي ناروغۍ د له منځه وړلو لاره لا ډېره اوږده ده. ايډز اوس هم يوه ناعلاجه او وژونکې ناروغي ده.
پوهاوی ډېر مهم دی
د آلمان په کولون ښار کي د ايډز په برخه کي د پوهاوي يو بنسټ دغه لوی کاندوم د دسمبر له لومړۍ نېټي ايښی دی. د دغه بنسټ موخه دا ده چي خلک په دې پوه سي چي د جنسي اړيکو له لاري څنګه ژر د اېچ آی وي ويروس له يوه انسان څخه بل انسان ته سرايت کوي.
۳۷ ميليونه انسانان په اېچ آی وي اخته دي
د ګايتن دوګاس په نوم دغه کس چي د کاناډايي هوايي شرکت کارګر ؤ، تر زيات وخته يې په هکله فکر کيدی چي په ۱۹۷۰ کال يې لوېديځ ته د اېچ آی وي ويروس را انتقال کړ. خو وروسته ثابته سوه چي نور لاملونه موجود ول. د دغي ناروغۍ له پېل راهيسي ۷۸ ميليونه انسانان په اخته سوي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي دمګړی په نړۍ کي ۳۷ ميليونه انسانان په دغه ويروس اخته دي.
ماشومانو تر ټولو زيات زيان ليدلی
د ايډز پر ضد د ملګرو ملتونو اداره وايي چي په ۲۰۱۵م کال ۱،۱ ميليونه انسانان د ايډز له کبله مړه سول چي پکښي ۱۱۰ زره يې داسي کسان ول چي عمرونه يې تر ۱۵ کالو کم ول. دغي ناروغې تر اوسه تقريبا ۳۵ ميليونه انسانان وژلي دي.
په آسيا کي ۵ ميليونه انسانان په ايچ آی وي اخته دي
د آسيا په ستره وچه کي تقريباً ۵ ميليونه انسانان د اېچ آی وي په ويروس اخته دي. د هغوی۴۱ سلنه يې د دغه ويروس ضد درملو ته لاس رسی نه لري. خو دا چي په دغه ويروس اخته ډېر انسانان ثبت سوي نه دي، نو ښايي شمېر يې لا زيات وي. په هند کي تقريبا ۲،۱ ميليونه او په چين کي تقريبا ۷۸۰ زره انسانان ايچ آی وي لري.
ايډز په افريقا کي
د افريقا په ختيځ او جنوب کي تقريبا ۱۹ميليونه انسانان په ايچ آی وي ويروس اخته دي. د افريقا په مرکز او لوېديځ کي تقريباً ۶،۵ ميليونه انسانان له دغه ويروس سره ژوند کوي. په شمالي افريقا او منځني ختيځ کي تقريباً۲۳۰ زره انسانان په وينو کي دغه ويروس لري.
ايډز په صنعتي هيوادونو کي
په دنيا کي هيڅ داسي هيواد نسته چي د ايچ آی وي ستونزه دي و نه لري. په ۲۰۱۵م کال په لوېديځو او مرکزي اروپايي هيوادونو او شمالي امريقا کي تقريبا ۲،۴ ميليونه انسانان په ايچ آی وي اخته ول. په دغه کال کي د دغو هيوادونو تقريباً ۲۲ زره انسانان ايچ آی وي ووژل.
ايډز په جنوبي امريکا کي
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي په جنوبي امريکا کي تقريباً دوه ميليونه انسانان په ايچ اي وي ويروس اخته دي. په ۲۰۱۵م کال په دغو هيوادونو کي۲۰ زره انسانان د ايچ آی وي له ناروغۍ مړه سول. په دغو هيوادونو کي په داسي حال کي د ايچ آی وي ويروس د پراخېدو په حال کي دی چي تقريباً نيمه برخه هيوادونه اړينو درملو ته لاس رسی نه لري.
هيله من خبرونه
له ۲۰۰۵م کال راهيسي په نړۍ کي له ايچ آی وي سره د مبارزې مرګونو په شمير کي ۴۵ سلنه کمښت راغلی دی. په ۲۰۰۵م کال کې ايچ آی وي ويروس دوه ميليونه انسانان ووژل. له هغه راهيسي په نړۍ کي و اړينو درملو ته په لاس رسي کي ۴۶ سلنه ډېرښت راغلی دی.
د ايچ آی وي معاينه په کور کي
د ملګرو ملتونو په وينا اکثره انسانان د شرم او نورو لاملونو پر اساس نه غواړي چي په روغتون يا کلينيک کي ځان معاينه کړي چي ايا ايچ آی وي ويروس لري که څنګه. ځکه نو دغه سازمان توصيه کوي چي انسانان دي د معاينو د وسيلو په مرسته په خپل کور کي خپل ځانونه معاينه کړي. دغه ډول وسيلې په بازار کي موندل کيږي. په اروپا کي په ايچ آی وي اخته هر۷ کس نه وي خبر چی دغه ويروس لري.
واکسين؟
ايچ آی وي او له کبله يې رامنځ ته کيدونکې ناروغي ايډز لا تر اوسه علاج او له منځه وړونکي درمل نه لري. ساينسپوهان په بيلو څېړنو کي د واکسين موندلو په هڅو بوخت دي، خو نتيجه يې لا تر اوسه نه ده معلومه. له همدې کبله د ايچ آی وي په اړه ځان خبرول، ځان ځنې ساتل او احتياط اوس هم لازم دی.