نړیوال وجهي صندوق د اروپایي سرمشریزي پریکړه ستایلې ده
۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبهاعلان
نړیوال وجهي صندوق د اروپایي ټولنې د سرمشریزي دغه پریکړه چې د یورو زون ثبات لا پسې پیاوړې کړي، ستایلې ده. د نړیوال وجهي صندوق د مشرې کریستنا لاگارد، ویاندې ویلي دي چې د نوموړې سرمشریزې پایلې به گټورې وي. د نوموړي په وینا دغه به د یورو په زون کې د پوره وړو هیوادونو او ضعیفه شوو بانکونو سره په خپلو پښو د دریدلو په برخه کې مرسته وکړي.