1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک افغانستان ته۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته تصويب کړه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

نړیوال بانک وايي چې د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره د مرستې او د کرونا وبا له کبله له رامنځته شوي وضعیت سره د مبارزې له پاره يې دغه هیواد ته د۴۰۰ میلیونو ډالرو مرسته تصويب کړې ده.

https://p.dw.com/p/3bwyZ
Logo der Weltbank in Washington USA
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان له پاره د نړیوال بانک مشر هینري کیرالي، د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د نړیوال بانک دغه مرستې به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي څو د کرونا وبا له کبله د حکومتي عایداتو د کمښت تشه ډکه کړي. په افغانستان کې له تیرو ۴۰ کلونو راهیسې روانې جګړې د دې هیواد پر اقتصادي وضعیت هم ناوړه اغیز کړی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت په حواله، د افغانستان د سږ کال ملي بودیجه ۴۴۹ میلیارده افغانۍ [شاوخوا ۵،۹ میلیارده ډالر] ټاکل شوې چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې د بهرنیو تمویلونکو له لوري ورکول کیږي. سربیره پر دې، د افغانستان له پوځ سره هم د میلیونونو ډالرو مرستې کیږي چې دغه پیسې د بودیجې برخه نه دي.

د نړیوال بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د کرونا وبا له کبله د سرحدونو تړل او سیاسي او امنيتي ستونزو د دې هیواد ناخوالي لا ډيري کړي دي.