1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

نوې څیړنه: نیکوتین د کرونا مخنیوی نه کوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۰, شنبه

امریکايي څیړونکو همدا تازه اعلان کړی، چي د سګریټ کشانو سږي ممکن لا داسي ډیري اخذې ولري، چي د کرونا ویروس ورڅخه د بدن پر حجراتو باندي د حملې پخاطر استفاده کوي. یعني داچي هغوی د لا ډیر خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/3d101
England Golfsport Tabakkonsum und Corona
«هغه کسان چي سګریټ څکوي، د سږو حجرې یې د ACE2 لوړ حجم لري»انځور: Getty Images/A. Pantling

د میډیکل نیوز توډې د رپوټ پراساس ډیرئ کسان چي د کرونا په ویروس اخته سوي وي، د هغه ډیر خفیف او یا لږ علایم لري او ځیني خو حتی په خبریږي همنه .

په همدې حال کي په همدا تازه وختونو کي د نیویارک د Cold Spring Harbour د مرکز محقیقین د سکریټ څکولو سره د کرونا په ارتباط ډیرو جدي نتایجو ته رسیدلي دي: هغوی وايي، چي حجرو ته د کرونا ویروس تر ورننوتلو او په بدن کي یې تر تکثیر وروسته هغه د ACE2 په نامه یوه آخذه پروتین باندي، چي د حجرو پرشاوخوا موجود دي، مښلي.

England Golfsport Tabakkonsum und Corona
«هغه کسان چي سګریټ څکوي، د سږو حجرې یې د ACE2 لوړ حجم لري»انځور: Getty Images/A. Pantling

ددغي پلټني یو تحقیق کونکئ، ډاکتر جسیون شلترز وايي،»هغه کسان چي سګریټ څکوي د سږو حجرې یې د ACE2 لوړ حجم لري. طبعأ د سکریټو پریښول ددغو اخذه پروتینو تعداد کاملأ برعکس کوي. د مثال په ډول هغو کسانو چي یو کال دمخه یې د سګریټو څکولو عادت پرې ایښئ وي، د هغو کسانو په نسبت چي بیا هم سګریټ څکوي، د ACE2 اخذو تعداد یې ۴۰ واره لږ دي.« په خبره یې»د ACE2 اخذو ډیریدل ددې سبب کیږي، چي د کرونا ویروس د هغو څخه د بدن پر حجرو باندي په حملو کي استفاده وکړي.«

تردې دمخه یوه فرانسوي ساینس پوه ادعا کړې وه، چي په کرونا اخته چینايي مریضانو په منځ کي ډیر لږ سګریټ کشان موجود وه، چي روغتونو ته یې مراجعه کوله. پدې ډول سره دغه فرانسوي فکر کاوه، چي په سګریټو کي موجود نیکوتین پر ACE2 باندي مښلي او سګریټ کشان د کرونا په مقابل کي ساتي.

ډاکټر شلتز مګر د خپلو تحقیقاتو پر بنأ وايي، »ډیر قوي ارقام او نتایج موجود دي،چي هغه کسان چي سګریټ څکوي ، د غیر سګریټ کشانو په نسبت د کرونا ویروس او نورو تنفسي او سږو په مریضیو باندي ډیر ژر او سخت اخته کیږي.«

 الینا فرهادی/م.ق./ا.ا.

د سګرتو پر موضوع زموږ له آرشيف  څخه يو انځوريز البوم(12.07.2015):