نوکياNokia په جرمني کي د موبايل تليفون د جوړولو کار بندوي
۱۳۸۶ دی ۲۵, سهشنبهاعلان
بيکاره به د جرمني د بوخوم په ښار کي 2300 کارکونکي سي ،چي د جرمني د بازار دپاره يې تليفونونه جوړول.
په هلسنګي کي د نوکيا شرکت وويل ،چي د جرمني دغه مؤسسه به ددغه عيسوي کال تر پايه پوري وتړل سي ، او رومانيا او هنګري ته به انتقال پيدا کي .
ددغه ځاي د مربوطه ايالت د اقتصاد وزير اعلام وکۍ ،چي هغه پيسې چي يې د نوکيا شرکت ته د تشويق او هڅولو په خاطر ورکړي وې، د هغه پر بيرته اخيستلو به فکر وکي.
نوکياNokia د 1995 کال څخه بيا تر 1999پوري ددغه ايالت څخه 60 مليونه ايرو تشویقي پيسې پلاس راوړي وې، او 28 مليونه نوري يې د جرمني د حکومت څخه پلاس راوړي وې .