نواز شريف د پاکستان نوی لومړی وزير سو
۱۳۹۲ خرداد ۱۵, چهارشنبهنواز شریف د پارلمان د ۳۴۲ رايو څخه ۲۴۴ رایې وګټلې. د هغه په مقابل کې د پاکستان د پیپلز ګوند نوماند مخدوم امین فهیم ۴۲ او د تحریک انصاف ګوند نوماند جاوید هاشمي ۳۱ رایې وګټلې.
نواز شریف د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د جون ۵) ناوخته د خپلې چوکۍ لوړه وکړه. نواز شریف ۱۳ کاله وروسته د دريم ځل له پاره د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د نواز شریف ګوند (پاکستان مسلم لیګ ن) ګوند په پارلماني ټاکنو کې له ۳۴۲ چوکیو څخه ۱۷۶ چوکۍ ګټلي دي. د پاکستان پیپلز واکمن ګوند چې پنځه کاله یې حکومت وکړ۳۹ چوکۍ ګټلي دي.
د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته نواز شریف د پارلمان غړو ته په خپله وینا کې وویل: «زه به د ولس او پاکستان د برخلیک د بدلولو له پاره خپل پوره زیار وباسم.»
نواز شریف تر دې د مخه په ۹۰مه لسیزه کې دوه وارې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کړې ده. په ۱۹۹۹کال کې د یوې کودتا په ترڅ کې نواز شریف له واکه لیرې شو او کابو یوه لسیزه یې په تبعید کې ژوند وکړ.
په ۱۹۴۷کال کې د پاکستان تر جوړیدو وروسته د لومړي ځل له پاره یوه ټاکلي حکومت خپله پنځه کلنه دوره پای ته ورسوله او یوه بل ملکي حکومت ته واک وسپارل شو. خو نوی حکومت په اوسني وخت کې له سختو اقتصادي او امنیتي موضوعاتو سره لاس او ګریوان دی.
د نواز شریف حکومت د بریښنا د پارچاو له ستونزې سره مخ دی، چې د هیواد په ځینو برخو کې آن تر شلو ساعتونو پوري هم بریښنا نه وي. یوه بله ستونزه هم د یاغیانو بریدونه دي، چې ښایي په ۲۰۱۴کال کې له ګاونډي هیواد افغانستان څخه د ناټو ځواک د وتلو پر مهال نور هم ډیر شي.
نواز شریف تر دې د مخه ویلي ول، چې غواړي له امریکا متحده ایالاتو سره ښه اړیکي ولري، خو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر سر یې هم انتقاد کړی وو. نواز شریف د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته په پارلمان کې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړ او خپله یې وویل: «موږه د نورو خپلواکۍ ته احترام لرو او زموږ د خپلواکۍ او آزادۍ احترام هم باید وشي. [د امریکایي بې پیلوټو الوتکو] بریدونه باید نور پای ومومي.