نن په نړيواله توگه د ''ايرت آور'' ورځ لمانځل کيږي
۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبهاعلان
نن د شنبې په ورځ د المان څه باندي ۱۲۰ ښارونه د چاپيريال ساتنې د نړۍ والې موسسې ډبليو ډبليو اېف په ''ایرت آور'' نومي ورځ کي برخه اخلي.
د ایرت آور يا د مځکی د ساعت په نوم پدغه ورځ ښارونه او ښارگوټي د مشهورو ودانيو او ځايونو برېښنايي څراغونه د ماښام د ۸ نيمو او د ۹ نيمو بجو تر منځ گل پرېږدي او په دې توگه د چاپيريال ساتنې پدغه فعاليت کي ونډه اخلي.
د نوموړي نړۍ والې مؤسسې په وينا په المان کي سږ کال د تير کال په پرتله دو چنده زیات ښارونه په دغه فعاليت کي برخه وال دي. تېر کال په نړۍ واله توگه د ۱۳۰ هيوادونو سره تړاو لرونکو څه باندي ۱،۸ میلیارده انسانانو په دغه فعاليت کي ونډه اخيستې وه. د کارپوهانو په وينا د انرژۍ زياته کارونه د کاربن ډای اکسايد د زهرجن گاز د زياتېدو، د مځکي د کورې د تودوخي د زياتېدو او د چاپيريال د ککړېدو سبب گرځي.