نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۴۹م کال پر همدې ورځ فرانسې د انگلستان پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۶۴۷م کال پر همدې ورځ انگلیسي ځواکونو په ایرلند کې د دې هیواد ځواکونو ته ماتې ورکړه.
د ۱۹۴۵م کال پر نن ورځ د امریکا د وخت ولسمشر د ملگرو ملتونو اعلامیه لاسلیک کړه.
د ۱۹۴۰م کال پر همدې ورځ المان د دویمې نړیوالې جکړې په ترڅ کې پر انگلستان سختې بمبارۍ پیل کړې.
د ۱۹۵۳م کال پر نن ورځ امریکا او جنوبي کوریا له یو بل د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۶۰م کال د اگست د میاشتې پر اتمه نیټه ملگرو ملتونو له بلژیم څخه د کانگو د ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.
د ۱۹۸۶م کال پر همدې ورځ له لبنان کې د یوه موټر بم د چاودنې له کبله ۱۷ کسان ووژل شول او ۸۴ نور ټپیان شول.
د ۱۹۸۸ کال پر همدې ورځ ملگرو ملتونو د عراق او ایران تر منځ د اوربند اعلان وکړ.
د ۲۰۰۰ کال د په همدې ورځې په ماسکو کې یوې چاودنې ۱۲ کسان ووژل.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض