نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۲۹م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو په مشيگن کې د ویلم برت له خوا د ټايپستي لومړنۍ ماشین ثبت شو.
د ۱۹۱۴م کال پر نن ورځ اطریش او هنگري صربستان ته د آرشیدوک فرانتس فردیناند، تر ترور وروسته ضرب الاجل وټاکه او دغه شخړه بیا په لومړنۍ نړیوالې جگړې تمامه شوه.
د ۱۹۲۰م کال پر همدغه ورځ د پاچا فیصل عربي ځواک د میسلون په معرکه کې ماتې وخوړه او د سوریې کنترول د فرانسې لاس ته ولوید.
د ۱۹۲۱م کال پر نن ورځ په شنگهایي کې د چین د کمونست گوند لومړنۍ غونډه تر سره شوه.
د ۱۹۵۲م کال جولایي د میاشتې پر ۲۳مه نیټه د مصر د پوځ افسرانو د جمال عبدالناصر په مشرۍ د پاچا فاروق اول، له واکه لیرې کړ.
د ۱۹۹۳م کال پر همدې ورځ د بریتانیا لومړي وزیر جان میجر له پارلمان څخه د اعتماد رایې خپله کړه.
د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ د اندونیزیا ولسي جرگې د دغه هیواد ولسمشر استضاح کړ او د هغه معاون ئې د ولسمشر په توگه وټاکه.
د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د افغانستان پخوانی واکمن محمد ظاهر شاه د ۹۲ کلنۍ په عمر ومړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله ریاض