نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۹۸م کال پر همدې ورځ د هوایي جزیره، متحده ایالاتو خپل هیواد پورې وتړله.
د ۱۹۳۷م کال پر نن ورځ د جاپان او چین د ځواکونو تر منځ پیکینگ ته څیرمه د مراکو پولو پل، ته څیرمه وسله واله نښته پیل شوه.
د ۱۹۶۰م کال پر همدغه ورځ بلیجیم کانگو ته خپل پوځونه واستول. دغه هیواد تازه په دغه وخت کې خپلواکي تر لاسه کړې وه.
د ۱۹۸۷م کال پر نن ورځ په هندوستان کې په دوو جلا جلا پیښو کې ۴۶ تنه هندوان ووژل شول. دغه بریدونه د شکمنو تروریستو سکهانو له لوري تر سره شوي ول.
د ۱۹۹۴م کال د جولایي د میاشتې پر اوومه نیټه په یمن کې دوه میاشتنې کورنۍ جگړه پای ته ورسیده.
د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ په اوکراین کې د سکرو په کان کې د اور لگیدنې له امله ۳۴ کان کیندونکي ووژل شول.
د ۲۰۰۷م کال پر نن ورځ په عراق کې د یوه ځانمرگي برید په ترڅ کې چې چاودیدونکي توکې په یوه لارې موټر کې ځای پر ځای کړل شوي وو تر سلو زیات کسان ووژل.
د ۲۰۰۸م کال پر همدغه ورځ په کابل کې د هندوستان د سفارت مخې ته په یوه ځانمرگي برید کې تر څلویښتو زیات کسان ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش