نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۵۲م کال پر همدې ورځ فرانسوي ځواکونه د هندوستان په تامل نډو، سیمه کې بریتانوي ځواکونو ته تسلیم شول.
د ۱۸۰۰م کال پر نن ورځ اطریشي ځواکونو په ایټالیه کې د فرانسوي ځواکونو څخه ماتې وخوړه.
د ۱۹۲۴م کال پر همدغه ورځ په بلغاریا کې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې د اصلاح غوښتونکي ملکي دولت ټغر راټول کړای شو.
د ۱۹۴۰م کال پر نن ورځ د ناروې پوځ المانانو ته تسلیم شو.
د ۱۹۶۷م کال د جون د میاشتې پر نهمه نیټه د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر، وروسته له هغې استعفی وکړه چې هیواد ئې د اسرائیل سره د ۶ ورځنې جگړې وروسته ماتې وخوړه.
د ۱۹۸۴م کال پر همدې ورځ ایران او عراق د دواړو هیوادونو پولو ته څیرمه د یو بل پر استوگنځایونو هوایي بریدونه تر سره کړل چې دروند مالي او ځاني تاوانونه ئې له ځانه سره لرل.
د ۲۰۰۱م کال پر نن ورځ د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې محمد خاتمایي وگټلې.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش