نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۷۴م کال پر همدې ورځ د روم امپراطور لیوپولډ اول، د فرانسې سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۲۲م کال پر نن ورځ ارمینیا، پخواني شوروي اتحاد سره یو ځای شوه.
د ۱۹۳۷م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر فرنکلن د کلفورنیا «گولډن گیټ برج» پول پرانیست او موټرو ته د دغه پل څخه د تیریدلو اجازه ورکړل شوه.
د ۱۹۷۶م کال پر نن ورځ متحده ایالاتو او روسیې یو تړون لاسلیک کړ چې هدف ئې د ځمکې د لاندې په هغو اتومي وسلو کې د کمي رواستل وو چې د سوله ییزو موخو له پاره استعمالیدې.
د ۱۹۷۹م کال د مې د میاشتې پر ۲۸مه نیټه د مصر ولسمشر انور سادات له اسرائیل سره د هوایي قلمرو د پرانیستلو اعلان وکړ.
د ۱۹۸۵م کال پر همدغه ورځ په بیروت کې د یوه امریکایي روغتون مشر دیوید جاکوبسن، د ایران پلوه وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو، چې بیا ۱۷ میاشتې وروسته بیرته آزاد کړای شو.
د ۱۹۸۹م کال پر نن ورځ د مجاهدینو له خوا د جلال آباد په ښار باندې درانه عملیات پیل شول.
د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ د روسیې په ختیځه برخه کې زلزلې د ۱۵۰۰ کسانو ژوند واخیست.
د ۱۹۹۷م کال پر همدې ورځ د مزار شریف ښار بیرته له طالبانو څخه ونیول شو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش