نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۹۶م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو سینت لوئیس او ختیځ سنت لوئیس کې گرد بادونو ۲۵۵ تنه ووژل.
د ۱۹۱۸م کال پر نن ورځ په لومړی نړیواله جگړه کې الماني پوځونو په ختیځ محاذ کې درنه جگړه پیل کړه.
د ۱۹۴۱م کال پر همدې ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې د المان یوه جنگي بیړۍ «بیسمارک» د بریتانوي ځواکونو له خوا وویشتل شوه او په اوبه کې ډوبه شوه چې د ۲۳۰۰ انسانانو د مرگ په بیه تمامه شوه.
د ۱۹۵۶م کال د مې د میاشتې پر ۲۷مه نیټه هندوستان د چترال د واکمنتیا ادعا وکړه، په داسې حال کې چې چترال د ۱۹۴۷م کال راهیسې د پاکستان تر واکمنې لاندې وو.
د ۱۹۶۰م کال پر همدې ورځ د ترکیې اصلاح غوښتونکي پوځ د جنرال کمال گورسل په مشرې د دغه هیواد ملکي حکومت بر طرفه کړ.
د ۱۹۷۹م کال پر نن ورځ د مصر ولسمشر انور سادات او د اسرائیل لومړي وزیر میناخیم بیگن، د اسرائیل او مصر تر منځ د پولې د خلاصو اعلان وکړ.
د ۱۹۹۱م کال پر همدغه ورځ د کویت د اپوزیسیون مشر د دغه هیواد له امیر سره ولیدل او له هغه څخه ئې د اساسي قانون واکمنې د بیرته اعاده کولو غوښتنه وکړه. په کویت باندې د عراق د برید وروسته هلته پوځي حکومت کار کاوه.
د ۲۰۰۲م کال د مې د میاشتې پر ۲۷مه نیټه د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، په یوه تلویزوني وینا کې له هند سره د کشمیر پر سر د جگړې گواښنه وکړه.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش