نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۷۶م کال پر همدې ورځ د برطانیې ملکه ویکتوریا، د هند د ملکې په توگه اعلان شوه.
د ۱۹۱۰م کال پر نن ورځ په البانیه کې راپورته شوی بغاوت د ترکېې د پوځ له خوا وځپل شو.
د ۱۹۴۵م کال پر همدغه ورځ د ایټالیې بنیتو موسیلینی د خپلې معشوقې کلارا پتاچي سره یو ځای اعدام شو.
د ۱۹۵۲م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۸مه نیټه له جاپان سره په رسمي توگه جگړه هغه وخت پاې ته ورسیده کله چې متحده ایالاتو او نورو ۴۷ هیوادونو د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۶۹م کال پر همدې ورځ د فرانسې ولسمشر شارل دوگل له خپلې دندې استعفا وکړه.
د ۱۹۹۵م کال پر نن ورځ په جنوبي کوریا کې د گاز په یوه پایپ لاین کې د چاودنې له امله ۱۰۳ تنه ووژل شول.
د ۲۰۱۲م کال پر همدغه ورځ دوه تنو ځانمرگی برید گرو د کندهار د والي پر ودانۍ ځانمرگی برید تر سره کړ، چې په پایله کې ئې دواړه برید کوونکي او دوه ساتونکي ووژل شول خو والي ته کوم زیان ونه رسید.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش