نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سهشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۳۹م کال پر همدې ورځ گواتامالا په یو جمهوري هیواد تبدیل شو.
د ۱۹۴۵م کال پر نن ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې امریکایي ځواکونو د دریسدن ښار بمباري کړ.
د ۱۹۸۲م کال پر همدغه ورځ متحده ایالاتو د اتومي بم یوه ازموینه تر سره کړه.
د ۱۹۸۶م کال پر نن ورځ د هالند او سیلي د جزیرو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو. (د ۱۶۵۱م کال جگړه)
د ۱۹۸۷م کال د اپریل د میاشتې پر ۱۷مه نیټه پخواني شوروي اتحاد د قزاقستان په ختیځه برخه کې د اتومي بم ازموینه تر سره کړه.
د ۱۹۹۰م کال پر همدې ورځ په هند کې په یوه اورگاډي کې د گاز د چاودنې له امله ۸۰ تنه ووژل شول.
د ۲۰۱۱م کال پر نن ورځ په متحده ایالاتو کې گرد بادونو د ۳۰ څخه زیات کسان ووژل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل