نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۸۹م کال پر همدې ورځ د فرانسې پاچا لویس شپاړسم، د هسپانیې سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۸۵۶م کال پر نن ورځ انگلستان، فرانسې او اتریش د ترکیې د بشپړ تمامیت او خپلواکۍ ډاډ ورکړ.
د ۱۸۶۲م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو د کولمبیا په ولسوالۍ کې پر غلامې د بندیز مسوده پر قانون واوښته.
د ۱۸۶۵م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو د ولسمشر ابراهم لنکن تر ترور وروسته اندریو جانسن د متحده ایالاتو د ۱۷ ولسمشر په توگه لوړه وکړه.
د ۱۹۱۲م کال د اپریل د میاشتې پر پنځلسمې نیټې د هغه وخت د نړۍ تر ټولو لویه او مجهزه مسافر وړونکي کښتۍ ټایټانیک په سمندر کې د یخ د کنگل سره د جنگیدو له امله ډوبه شوه او پکښې تر ۱۵۰۰ زیات کسان ووژل شول.
د ۱۹۵۹م کال پر همدې ورځ د کیوبا ولسمشر فیدرل کاسترو واشنگټن ته ورسید.
د ۱۹۷۴م کال پر نن ورځ لویدیځ افریقایي هیواد نایجیر کې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې د ملکي حکومت بستره راونغاړل شوه.
د ۱۹۷۷م کال پر همدغه ورځ په پاکستان کې احتجاجي مارشونه په خونړیو پیښو واوښتل او پکښې لږ تر لږه ۸ تنه ووژل شول.
د ۱۹۸۶م کال پر نن ورځ په مصر کې د ولسمشر انور سادات د ترور په تور پنځه تنه اسلامپال اعدام شول.
د ۲۰۰۱م کال پر همدغه ورځ د چین یوه مسافر وړونکي الوتکه رانسکوره شوه چې په ترڅ کې ئې ۱۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل