نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۱۱م کال پر همدغه ورځ د ډنمارک پاچا کریستیان څلورم، له سویډن سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۸۴۴م کال پر نن ورځ المان د جنوبې افریقا د ټوگولنډ او کیمیرون سیمې ونیولې.
د ۱۹۴۲م کال پر همدې ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې د جاپان سمندري ځواکونو د بینگال په سیمه کې درې بریتانوي پوځي وویشتلې.
د ۱۹۶۸م کال د اپریل د میاشتې پر څلورمه نیټه د مدنې حقونو فعال داکتر مارتن لوتر کینگ، ترور شوو.
د ۱۹۷۹م کال پر همدې ورځ د پاکستان معزول کړای شوی لومړی وزیر ذوالفقار علي بهټو د محکمې له لوري د یوه سیاسي مخالف د وژنې په تور د محکومیدو وروسته په دار وځړول شو.
د ۲۰۰۱م کال پر همدغه ورځ د سوډان د دفاع وزیر د نورو ۱۴ تنو سره یو ځای د الوتکې د رالویدو له امله ووژل شو.
د ۲۰۰۷م کال پر نن ورځ د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د ۱۵ بریتانوي سمندري سرتیرو چې د خلیج فارس په سمندر کې د ایراني ځواکونو له خوا نیول شوي وو د پريښودلو اعلان وکړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش