نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۹۳م کال پر همدې ورځ فرانسې له هسپانیې سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۳۹م کال پر نن ورځ په مادرید کې دکمونستانو او د کمونستي ضد ډلو تر منځ کورنۍ جگړه پیل شوه.
د ۱۹۴۱م کال پر همدې ورځ بریتانوي ځواکونو پر اوسنۍ ایتوپیا چې د ایټالویانو له خوا ولکه شوې وه برید وکړ.
د ۱۹۵۱م کال پر همدغه ورځ د ایران لومړی وزیر علي رزم آرا ترور شو.
د ۱۹۷۷م کال د مارچ دمیاشتې پر اوومه نیټه سعودي عربستان اعلان وکړ چې چې له افریقا سره به یو میلیون ډالر مرسته وکړي.
د ۱۹۸۹م کال پر همدې ورځ چین د تبت په پلازمینه لهاسا کې د چین پر ضد د ۳ ورځو لاریونونو وروسته نظامي حکومت اعلان کړ.
د ۱۹۹۱م کال پر همدغه ورځ د راپورونو له مخې د صدام حسین پلوي ځواکونو به بصرا او نورو ښارونو کې د بغاوت وروسته ۴۰۰ تنه عراقیان اعدام کړل.
د ۲۰۰۱م کال د مارچ دمیاشتې پر اوومه نیټه ایریل شیرون، د اسرائیل د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.
د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ د هندوستان په گجرات ښار کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د تاوتریخوالې په پیښو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۶۰۰ تنو ته ورسید.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش