نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۱۳م کال پر همدې ورځ د سویډن پاچا چارلس یوولسم، د عثماني امپراطورې له خوا ونیول شو.
د ۱۸۷۰م کال پر ننۍ ورځ هرم روحید ریویل، لمړنۍ تورپوستی وو چې د امریکا د سنا د غړي په توگه ئې لوړه وکړه.
د ۱۹۴۸م کال پر همدغه ورځ په چکوسلواکیه کې کمونستانو کودتا وکړه.
د ۱۹۹۱م کال د فبروري د میاشتې پر ۲۵مه نیټه د عراق ولسمشر صدام حسین خپلو ځواکونو ته له کویت څخه د وتلو امر وکړ. تر دې دمخه په کویت او عراق کې د عراقي ځواکونو پر وړاندي د ایتلافي ځواکونو ځمکني عملیات پیل شوي ول.
د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ د هند په شمال ختیځ کې د ریل په دوو واگنونو کې چې د پوځیانو له پاره ځانگړې شوې ول، د چاودنو له امله لږ تر لږه ۲۶ سرتیري ووژل شول او نور ۳۰ تنه ټپیان شول.
د ۲۰۰۶م کال پر ننې ورځ د بنگله دیش په مرکز ډهاکه کې د یو شپږ پوړیزي ودانۍ د نړیدو له امله ۲۰ تنه ووژل شول.
د ۲۰۰۸م کال پر همدې ورځ کمونستي مشر دیمیترس کریستوفیاس، د قبرس د ولسمشرې شخړه ییزې ټولټاکنې وگټلې.
د ۲۰۰۹م کال د فبروري د میاشتې پر ۲۵مه نیټه، د ترکي شرکت یوه مسافر وړونکي الوتکه د امستردام د نړیوال هوایي ډگر سره نږدي په پټیو کې کيښناسته. په دغه پیښه کې د دواړو پیلوټانو په شمول ۹ تنه ووژل شول او ۱۲۵ تنه ژوندي وژغورل شول.
د ۲۰۱۰م کال پر همدې ورځ افغان دولت د مارجې په ولسوالې خپل بیرغ ورپاوه.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش