نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۴۰م کال پر همدې ورځ د روم امپراطور چارلس پنځم، بلجیم ته داخل شو او هلته ئې د یاغیانو مشران پر دار وځړول.
د ۱۹۴۳م کال پر نن ورځ په دوهمه نړیواله جگړه کې روسي ځواکونو د آلمانانو څخه د روستوف ښار ونیوه.
د ۱۹۴۶م کال پر همدغه ورځ تر ټولو لومړنۍ الیکترونیکي کمپیوتر، د متحده ایالاتو د پنسلوانیا په پوهنتون کې معرفي شو.
د ۱۹۵۶م کال د فیبروري د میاشتې پر څوارلسمه نیټه د روسیې لومړي وزیر نیکیتا خروشوف، د روسیې د کمونستي گوند په کنفرانس کې د سټالین پالیسې لغوه اعلان کړې.
د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو د چین پر وړاندې په تجارتي بندیز کې نرمښت راوست.
د ۱۹۷۹م کال پر نن ورځ په افغانستان کې څلورو وسله والو تنو په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر وتښتوه، چې بیا وروسته د پولیسو او برمته کوونکو تر منځ د ډزو پر وخت ووژل شو.
د ۱۹۸۹م کال پر همدغه ورځ د ایران آیت الله روح الله خمیني د بریتانوي لیکوال سلمان رشدي، د مرگ فتوه ورکړه.
د ۱۹۹۰م کال د فیبروري د میاشتې پر څوارلسمه نیټه د هندوستان د هوایي شرکت د یوې الوتکې د رالویدو له امله ۹۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۰۵م کال پر همدې ورځ یوې زورورې بمي چاودنې د لبنان پخوانی لومړی وزیر رفیق حریري او نور ۱۳ تنه ووژل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل