نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۱۵, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۸۵م کال پر همدې ورځ د فرانسې پاچا، هینري دریم د هالنډ ملي حاکمیت ونه مانه.
د ۱۷۸۹م کال پر نن ورځ جورج واشنگټن د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توگه غور کړای شو.
د ۱۹۶۹م کال پر همدغه ورځ په هالنډ کې د چین استازی امریکا ته ورسید او هلته ئې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه.
د ۱۹۷۲م کال د فبروري د میاشتې په څلورمه انگلستان او نورو ۹ هیوادونو ختیځ پاکستان د آزاد هیواد بنگله دیش په توگه په رسمیت وپیژند.
د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ په سارایوو کې ۹ تنه هغه وخت د هوان د مرمې قرباني شول، کله چې د ډوډې اخیستلو له پاره په کتار کې ولاړ ول.
د ۱۹۹۵م کال پر نن ورځ چیچن یاغیانو د لومړي ځل له پاره په گروزني کې یوه روسي جیټ الوتکه راوغورځوله.
د ۱۹۹۷م کال پر همدغه ورځ د اسرائیل دوه څرخي الوتکې چې لبنان ته ئې سرتیري وړل د خرابې هوا او سخت باران پر وخت له یو بل سره وجنگیدې چې په ترڅ کې ئې ۷۳ اسرائیلي سرتیري ووژل شول.
د ۱۹۹۸م کال د فبروري پر ۴مه نیټه د افغانستان په شمال کې د سختې زلزلې له امله کابو ۴۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د افغانستان په جنوب کې د ناټو په یو هوایي برید کې یو لوړپوړی طالب قوماندان ووژل شو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش