نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آذر ۲۶, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۷۱۸م کال پر همدې ورځ انګلستان د هسپانیې سره د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۷۷۷م کال پر نن ورځ فرانسې د امریکا متحده ایالات د یوه آزاد هیواد په توګه وپیژند.
د ۱۹۲۲م کال پر همدغه ورځ د ایرلینډ څخه وروستي انګلیسي ځواکونه راووتل.
د ۱۹۵۷م کال د دسمبر په ۱۷مه نیټه د امریکا متحده ایالاتو د اطلس په نوم د قاره ویشتونکي توغندي وړومبی کامیابه آزموینه تر سره کړه.
د ۱۹۶۱م کال پر همدغه ورځ په برازیل کې په یوه سرکس کې د اور لګیدنې له امله ۳۲۳ تنه ووژل شول. چې زیاتره یې ماشومان وو.
د ۱۹۷۱م کال پر نن ورځ هندوستان او پاکستان په ختیځ پاکستان (اوسنی بنګله دیش) کې د دوو اونیو جګړې ته د پاې ټکی کیښود.
د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ بورس یلسن او میخایل ګورباچوف په دې موافقه وکړه چې شوروي اتحاد منحل کړي او د نوي کال په لمړې ورځ یې د نوو مشترک المنافع هیوادونو د ټولنې د رامنځ ته کیدو اعلان وکړ.
د ۲۰۰۶م کال پر نن ورځ یو وسله وال تن چې د عراقي پولیسو جامې یې په تن وې په بغداد کې د سره صلیب دفتر ته په زور ورننوت او د مرستندویه ټولنې څو تنه یې د ځانه سره برمته کړل.
د ۲۰۱۰م کال د دسمبر په ۱۷مه نیټه، د امریکا له خوا د افغانستان پولې ته څیرمه پر شکمنو اورپکو د توغندیو برید تر سره کړ چې په پایله کې یې ۵۴ تنه ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی