نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آذر ۳, پنجشنبه
په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۹۴۲م کال پر ننې ورځ آلمان د ستالینګراد په جګړې کې له ډیرې مرګ ژوبلې سره مخامخ شو. دغه بیښه د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال رامنځ ته شوه.
د ۱۹۵۶م کال پر همدغه ورځ ملګرو ملتونو پر بریتانیا، فرانسې او اسراییلو فشار رواست ترڅو د مصر څخه خپل ځواکونه بهر کړي.
د ۱۹۶۱م کال د نومبر د میاشتې په ۲۴ نیټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر خپلو غړو هیوادونو غږ وکړ چې افریقا د اتومې وسلو څخه پاکه کړي.
د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ متحده ایالاتو او ویتانام سره موافقه وکړه چې امریکا به په دغه هیواد کې د یوې نامعلومې مودې لپاره خپل پوځي حضور وساتي.
د ۱۹۷۵م کال پر همدې ورځ زلزلي په ترکېې کې د ۵۷۴ کسانو ژوند واخیست.
د ۱۹۸۵م کال پر ننۍ ورځ مصرې کوماندو ګانو پر یوې یرغمل شوې الوتکې برید وکړ. د دغو عملیاتو پر مهال یوه چاودنه رامنځ ته شوه چې په کې ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د وژل شوو کسانو په ډله کې دوه برمته کوونکې هم شامل ول.
د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ په چین کې د یوې الوتکې د غوځیدو له امله ۱۴۴ کسان ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل