نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۵۲۴م کال پر دغه ورځ هسپانیې فرانسې ته میلان تلسیم کړ.
د ۱۸۱۴م کال پر ننې ورځ د هندوستان برتانوي ګرنر جنرل د نیپال سره د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۹۱۷م کال د اکتوبر په ۲۶مه نیټه په لمړۍ نړیواله جګړه کې برازیل د جرمني سره د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۹۵۵م کال پر همدې ورځ د جنوبي ویتنام جمهوریت د نګو دین دیم تر مشرې لاندې اعلان شوه.
د ۱۹۷۵م کال پر ننې ورځ ولسمشر، انور سادات، لمړنی ولسمشر وو چې د امریکا متحده ایالاتو ته یې رسمي سفر وکړ.
د ۱۹۷۹م کال پر دغه ورځ د جنوبي کوریا ولسمشر، پارک چنګ هي، د هغه د ژوند تر ټولو نږدي ملګري، جایې کیا، څوک چې د استخباراتو مشر هم وو لخوا ووژل شو.
د ۱۹۹۴م کال د اکتوبر په ۲۶مه نیټه د اسرایلو لمړي وزیر، اسحاق رابن، او د اردن لمړي وزیر، عبدالسلام مجالي، د سولې یو تړون لاسلیک کړ او دغه شان یې د ۴۶ کالو دښمنې ته د پاې ټکی کیښود.
د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، جارج ډبلیو بش، د ترهګرې پر ضد یو نوی قانونو تصویب کړ، چې په ترڅ کې یې پولیس او استخباراتو ته لا پسې نور اختیارات ورکړل.
د ۲۰۰۲م کال پر ننې ورځ د روسیي د ترهګري سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په پلازمینې مسکو کې پر هغې تیاتر یرغل وکړ چې د چیچني یاغیانو له خوا په کې نندارچیان برمته شوي ول، په دغه برید کې د ۷۵۰ برمته شوو کسانو څخه ۱۱۹ تنه ووژل شول او نور آزاد کړای شول. یاغیانو دغه خلک د اکتوبر په ۲۳مه نیټه په دغه تیاتر کې برمته شوي ول.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش