نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ مهر ۲۰, چهارشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۸۲۲ پر دغه ورځ برازیل د پرتګال څخه خپلواکې واخیسته.
د ۱۹۱۵ م کال په ننې ورځ په لمړې نړیواله جګړه کې په بلجیم کې د المانانو له خوا یوه انګلیسي نرسه اعدام شوه.
د ۱۹۳۴م کال په ۱۲ پیټر (دوهم) د خپل پلار، پاچا الکسندر، تر ترور وروسته د یوګوسلاویا پاچا شو.
د ۱۹۴۵م کال په ننې ورځ د کنترول ګډې شوری په المان کې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د نازیانو د ګوند د لغوه کولو امر صادر کړ.
د ۱۹۵۶م کال د اکتوبر پر ۱۲مه نیټه برطانیې اسرایل ته وویل که چیرې اسرایل پر اردن برید وکړي نو انګلیسان به د اردن سره مرسته وکړي.
د ۱۹۶۲م کال پر ننې ورځ د هند لمړي وزیر، جواهر لعل نهرو، وويل چې د هندوستان پوځ ته امر شوی چې د تبت پولې ته څیرمه د هندوستان د خاورې څخه د چین پوځونه وباسي.
په ننې ورځ په ۱۹۶۴م کال کې د امریکا متحده ایالاتونو پوځونو جنوبي ویتنام تر کنترول لاندې راوست.
د ۱۹۹۲م کال پر دغه ورځ د مصر هیواد پلازمینې قاهرې ته څیرمه سیمې یوې زورورې زلزلې ولړزولې چې په پایله کې یې ۴۵۰ تنه ووژل شول او نور ۴۰۰۰ تنه ټپیان شول.
د ۱۹۹۸م کال د اکتوبر پر ۱۲مه نیټه د یوګوسلاویا ولسمشر سلوبوډان ملاسووچ په دې راضي شو چې خپل ځواکونه د کوزو څخه وباسي او د لږکیو البانانو سره د سولې خبرې پیل کړي.
د ۱۹۹۹م کال پر دغه ورځ په پاکستان کې یوه پوځې کودتا په داسې وخت کې وشوه چې د هغه وخت سیاسي رژیم د هندوستان سره د کشمیر په سر لانجه خپل لوړ حد ته رسیدلي وه. جنرال پرویز مشرف د قدرت واګې په لاس کې واخیستې او د دې خبره ژمنه یې وکړه چې ټولټاکنې به تر سره شي.
د ۲۰۰۱م کال په ننې ورځ ملګرو ملتونو او د دغې ادارې مشر، کوفي عنان، د نوبل د سولې جایزه وګټله.
د ۲۰۰۲م کال د اکتوبر په ۱۲مه د اندونیزیا په یوه ټورسټي ټاپو، بالي، کې د بم یوه چاودونه وشوه، چې په ترڅ کې یې دوه ډسکو کلبونه ویجاړ شول، ۱۸۰ تنه ووژل شول او نور ۳۰۰ تنه ټپیان شول.
اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل