نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ مهر ۱۶, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
۱۹۴۵: د امریکا د وخت ولسمشر، هر ترومن، اعلان وکړ چې د اتمي وسلو راز به یوازې د انګلستان او کانادا سره شریک کړای شي.
۱۹۶۲: یوګاندا د یو مستقل ملت په توګه وپیژندل شو.
۱۹۷۵: په بیروت او شمالي لبنان کې د ستخي جګړي له امله لږ تر لږه 25 کسان ووژل شول.
۱۹۸۴: چین داسې یو پلان اعلان کړ چې له مخې یې په دغه هیواد کې تر ۱۹۹۰ کال پوري ابتداییه زده کړي اجباري کیدي.
۱۹۹۰: اسراییلي پوځایانو په فلسطیني لاریون کونکو ډزي وکړي چې په پایلي کې یې ۱۹ کسان ووژل شول او د ۱۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شول. دغو لاریون کونکو په جورسلم کې اسراییلي سرتیري په تیږو ویشتل.
۱۹۹۶: فلسطیني مشر عرفات د لومړي ځل لپاره په ښکاره توګه اسرییلو ته سفر وکړ.
۲۰۰۲: پاکستان یو اتمي توغندی وازمایه، هندستان هم د هغه په ځواب کې خپل اتمي توغندی وازمایه.
۲۰۰۵: په جنوبي اسیا کې يوي پیاوړی زلزلي لږ ته لږه ۸۰۰۰۰ کسان ووژل او دری میلیونه نور یې پیځایه کړل.
۲۰۰۶: هنګري کې به زرګونو کسان سړکونو ته ووتل او د دغه هیواد د لومړي وزیر د ګوښه کیدو غوښتنه یې وکړه.
۲۰۰۷: د انګلستان د وخت لومړي وزیر، ګوردن برون، اعلان وکړ چې په عراق کې به د خپلو سرتیرو شمیر راتيټ کړي.
۲۰۱۰: د نوبل د جایزي کمیني د نوبل د سولي جایزه چینایې منتقد لیو جیا باو ته ورکړه. باو هغه وخت په زندان کې وو. د چین دولت هغه ته د دغي جایزي ورکول وغندل.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکې: نجیب الله زیارمل